لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني :له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په هر اړخیز پلان کار کوو


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني د امريکا د دفاع چارو سېکتر جېمز مېټیس سره ارګ کې د ليدو په محال څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په عملي او هر اړخیز پلان کار کوي.

د افغانستان صدارتي ماڼۍ ارګ لخوا خپور شوي يو خبر ترمخه ولسمشر د امريکا دفاع سېکتر سره د خبرو په وخت په دې ټینګار وکړ چې د کډوالو راستنېدل او بیا مېشتېدنه په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.

له افغانستان سره د تا‌ؤ تريخوالي وروسته د پاکستان پوځ دريځ خپل کړی چې د افغان کډوالو په کېمپونو کې ترهګر پناه اخلي او دوي دې نور په پاکستان کې نه پاتې کېږي.

د ملګرو ملتونو دريځ دی چې دوي په پاکستان کې په ترهګرۍ کې د افغان کډوالو د لاس لرلو په برخه کې هېڅ ډول شکایت نه لري او دا غریب مهاجر له امنیتي حالاتو سره هېڅ اړیکه نه لري.

د افغانستان د کډوالو اوراستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخیل څو ورځی وړاندې له ډیوې سره په خبرو کې وویل د مارچ له لومړۍ نیټې څخه له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو دستېندو لړۍ پیل شوې ده.

نوموړي وویل ښايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له پاکستان څخه اووه لکه افغان کډوال هیواد ته راستانه شي او افغان حکومت هم ورته امادګي نیولې ده.

مطبوعاتي سلاکار وویل، "د کډوالواو راستنېدونکو چارو وزارت وړاندویینه کوي چې په ۲۰۱۸ کال کې به شاوخوا ۷ سوه زره تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شي او افغان حکومت یو پلان جوړ کړی که چیري د همدې پلان له مخې په یو کال کې شاوخوا ۷ لکه کډوال له پاکستان څخه هیواد ته ستنیږي ، له دوی سره بشري مرستې ، په انکشافي برخو کې کډوالو ته د کار موندنې ،روغتیايي خدامات ، سرپناه اویولړنورانکشافي پروګرامونه ورته په پام کې نیول شوي دي".

د پاکستان د سرحدي او ریاستي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ په وروستیو کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې قانوني استوګنه نه لري، هغوی به د راروان اپرېل تر میاشتې پورې د پاکستان نه خپل هېواد ته ستنوي.

په پېښور کې د افغان مهاجرو د ریاست مشر پوهاند عبدالجلیلي ډیوه رېډیو ته د دې خبر پخلی کوي او وايي افغان مهاجر چې لا تر دې دمه یې ځان نه دی رجسټر کړی یا یې په ناقونه ډول د پاکستان شناختي کارډونه جوړ کړي هغوی به له پاکستانه ایستل کیږي.

د سرکاري شمېرو ترمخه پاکستان کې دا وخت ۲.۷ ميلنه کډوال مېشت دي، د کډوالۍ د ستونزو پوهان وايي چې د افغان کډوالو دا مشکل يوه بشري ستونزه ده ولې د بده مرغه دې ته د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې د تا‌ؤ تريخوالي وروسته اوس يو سياسي رنګ ورکړی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG