لاس رسیدونکی لینک

 
د سوريې په غوطه سیمې کې هوايي بریدونو ۳۰ کسان وژلي
تازه خبر

د سوريې په غوطه سیمې کې هوايي بریدونو ۳۰ کسان وژلي


سوریې کې د بشري حقونو لپاره د څار ډلې ویلي د خالي یا شنبې په ورځ په ختیځ غوطه سیمې کې یو شمیر هوایي بریدونه شوي چې په کې ۳۰ کسان وژل شوي.

د څار ادارې په وینا دغه هوايي بریدونه د یاغیانو په یوې ډلې شوي چې غوښتل یې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځې.

ډله زیاتوي، دا بریدونه د زملکا په ښار شوي چې په کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي. دمشق په سمدستي توګه د دې برید په هکله څه نه دي ویلي چې په کې یوازې وسله وال مخالفین په نښه شوي او که ولسي وګړو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې.

د هوايي برید وروسته ټولنیزو ویب پاڼو باندې ويډویوګانې خپرې شوي چې ښايي د ودانیو څخه لوګی پورته کیږي او ګیر چاپیره یې هیلیکوپټرې هم الوتنې کوي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د راپور ترمخه د شورو یا چهارشنبې ورځې راهسې د بریدونو له کبله تر دا دمه شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ ولسي وګړي د افرین سیمې څخه بې ځایه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG