لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نقيب مسید په وژنه تورن پوليس افسر راؤ انوار ونيول شو


د پښتون ځوان نقيب الله مسيد په وژنه تورن د کراچۍ د پوليسو پخوانی افسر راؤ انوار سترې محکمې ته حاضر شوی او د عدالت په حکم هغه نیول شوی دی.

راؤ انوار د نقيب الله مسيد د وژنې په مقدمه کې د جنورۍ د میاشتې د۲۳م نېټې راهسې پټ (مخرور) ؤ او عدالت د هغه نيولو امر کړی ؤ.

راؤ انوار نن د چهارشنبې/ شورو په ورځ سترې محکمې ته حاضر شوی دی. په ځايي ټيلي ويژن چينلو ښودل کيږي چې راؤ انوار په سپين کرولا موټر کې د پوليس سره يو ځای راځي او عدالت ته ځي.

سترې محکمې د هغه د نيولو حکم کړی او د عدالت نه بهر هغه نیول شوی دی.

عدالت د راؤ انوارد حفاظتي ضمانت خواست رد کړی او د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې يې د هغه د نيولو حکم کړی دی.

د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار راؤ انوار ته ویلي، ته خو ډېر تورزن وې چرته پټ شوی وې.

عدالت د راؤ انوار نه د پلټنو دپاره د پينځه کسيزه ګډې تحقيقاتي کمېټۍ جوړولو امر کړی دی.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل فېصل صدیقي مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، عدالت د راؤ انوار دغه خواست رد کړی چې د هغه نه د پلټنو دپاره په ګډه کمېټۍ کې دې د استخباراتي ادارو ائي اېس ائي، اېم ائي او ائي بي غړي شامل کړی شي.

هغه دا هم وويل چې د راؤ انوار به د سندهـ صوبې پوليس پلټنې کوي.

د نقيب پلار محمد خان د عدالت نه بهر وويل په عدالت يې يقين دی چې انصاف به ورته ورکړي.

سترې محکمې دوه ورځې وړاندې د نقيب مسيد د وژنې د مقدمې په اورېدنه کې ويلي ؤ راؤ انوار دې ځان عدالت ته وړاندې کړي او که چا هغه پټ وساتو نو هغه به هم عدالت ته ځواب کوي.

د جنوبي وزيرستان د مکین علاقې سره تعلق لرونکی نقيب الله مسيد د جنورۍ د میاشتې په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې د راؤ انوار په مشرۍ يوه جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

د نقيب مسيد په وژنه په ټولنيزو رسنيو د شور او احتجاجي مظاهرو وروستو سترې محکمې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مشرۍ د راؤ انوار او هغه سره شامله پولیس ډله باندې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او هم په دغه ورځ راؤ انوار د اسلام اباد د هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کړې خو واپس کړی شوی ؤ.

وروستو د عدالت په حکم د هغه نوم په اېګزټ کنټرول لسټ کې اچول شوی او د بېنک اکاؤنټونه يې تړل شوي وو.

د نقيب مسيد د وژنې وروستو د راؤ انوار د نيولو دپاره پېل شوې احتجاجي مظاهرې چې تر افغانستان پورې غځېدلې وې تراوسه دوام لري.

په راؤ انوار تورونه لګي چې هغه نه يواځې نقيب الله مسيد او هغه سره درې نور ملګري په جعلي مقابله کې وژلي بلکې په راؤ انوار دا تورونه هم لګي چې هغه د ۴۰۰ نه زيات بې ګناه خلک په جعلي مقابلو کې وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG