د افغانستان په هلمند ولایت کې چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا ځانمرګی برید دی او په نتیجه کې یې ۱۵ تنه وژل شوي شاوخوا ۵۰ نور پکې ټپیان شوي دي.
دا برید په داسې وخت کې شوی چې په افغانستان او نړۍ کې افغانان د افغان کرکټ لوبډلې د نننۍ بریا خوشالي لمانځي، چې له ایرلېنډ څخه یې د غوراوي پړاو وروستۍ لوبه وګټله او د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام ته و ووت.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، برید د جمعې په مقدسه ورځ ماښام مهال د مرکز لښکرګاه ښار د لوبو میدان ته نيژدې شوی دی.
د هلمند د پولیسو ویاند سلام افغان فرانس پریس خبري اېجنسۍ ته ویلي، چاودنه هغه وخت د لوبو د میدان په دروازه کې شوې، چې سلګونه کسان د غېږنیونې (پهلوانۍ) له لوبې را وتل.
عمر ځواک ونه ویل چې د برید هدف څوک وو او آیا پکې وژل شوي او ټپیان کسان عام خلک دي، که حکومتي کارکوونکي دي.
د برید ذمه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.