لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نکلسن: د کوټې شورا طالبانو ته ويلي چې ځانمرګي بريدونه سېوا کړي


په افغانستان کې د نړیوال او امريکايي پوځ مشر جنرال جان نکلسن ويلي چې د کوټې شوراطالبانو ته امر کړی چې افغانستان کې د ښارونو قبضه کولو پر ځايي دې ځانمرګي بريدونه سېوا کړي.

جنرال نکلسن ادعا کړې چې څلور مياشتې وړاندې د طالب مشرانو د کوټې په يوه غونډه کې دا پرېکړه کړې چې طالب وسله وال دې په افغانستان کې ښارونه نه قبضه کوي بلکه د خپل شتون ثابتولو د پاره دې ځانمرګي بريدونه زيات کړي.

ښاغلي نکلسن ويلي د طالبانو دغه اقدام د دې څرګندونه ده چې د امريکا لخوا زياتيدونکې فشار ګټور دې او طالبان د خپلو خواهشاتو نه په شا کيږي.

د افغانستان او امريکايي چارواکي بيا بيا وايي چې په افغانستان کې کېدونکي ترهګر بريدونه په پاکستان کې پلان کيږي او وسله وال د پاکستان په بيله بيلو سيمو کې پټې ځالې لري.

نکلسن د تير کال اګست په مياشت کې ویلي ؤ، پاکستان کې د ترهګرو ځالې موجودې دي، او د افغانستان نه بهر چې د ترهګرو کوم فعالیتونه دي هغه بايد کم او ختم کړی شي.

هغه په ډاګه ويلي ؤ چې په پاکستان کې د کوټې شورا او پېښور شورا موجودې دی او دا خبره په پاکستان کې دننه خلکو ته معلومه او ښکاره کړې ده او مونږ خبر يُو چې هلته (پاکستان کې) د افغان طالبانو مشرانو موجود دي.

جنرال نکلس په دغه اړه په بلوچستان کې د افغان طالبانو د وژل شوي مشر ملامنصور حواله ورکړه چې هغه امريکې په پاکستان کې وژلی ؤ.

هغه دا هم ويلي ؤ چې دا ډېره مهمه خبره ده او که تاسو په نړۍ کې د تندلاريتوب تاريخ وګورئ نو دا ګرانه وي چې په داسې حال کې تندلارو ته ماتې ورکړې چې د ملک نه بهر يې ځالې موجودې وي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امينت سلاکار حنيف اتمر هم ويلي ؤ چې د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې ګېرې دي خو د پاکستان حکومت او افغان طالبان اکثر له دغسې تورنه ردوي.

په کال ۲۰۱۶ کې کندوز د طالبانو لاسو د لږ دپاره ورغلی خو د هغې وروستو بيا نه دي توانيدلې چې کوم ښار د خپلې قبضې لاندې راولي خو په دې موده کې يي ځانمرګي بريدونه دوام داره ساتلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې (يوناما) د شمېرو ترمخه په کال ۲۰۱۷م کې خواؤ شا۵۷ ځانمرګي بريدونه شوي چې پکې ۶۰۵ کسان وژل شوي اود ۲۰۰۰ نه زيات ټپيان شوي وو.

يادې ادارې ویلي په کال ۲۰۱۷ کې د کال ۲۰۱۶ په پرتله ۲۲ فيصده ځانمرګي بريدونه کم شوي وو خو د ترهګرې ډلې داعش ځانمرګي بريدونو کې ۱۸ فيصده سېوا والی مخې ته راغلی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG