لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ ته پاکستان ته په راتګ تود هرکلی ویل شوی


ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

د نوبېل نړيواله جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ ته پاکستان ته بیرته په راتګ په ټولنيزو رسنیو تود هرکلی ویل شوی او نېکې پيرزونې ورته وړاندې شوي دي.

ملاله يوسفزۍ نزدې شپږ کاله وروستو د خپلې کورنۍ سره تيره شپه د اسلام اباد په بېنظيربټو هوايي ډګر راکوزه شوې ده، هغه به څلور ورځې په پاکستان کې وي.

د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر وياند محمد فېصل په ټويټر ليکلي،

"پاکستان ګل مکۍ ته خپل کور ته په راتګ هرکلی وايي، مونږ په تا وياړو".

د عوامي نيشنل ګوند بشری ګوهر په ټويټر ملاله يوسفزۍ ته ویلي ، "په خېرونه، کور ته په خېر راغلې، ملاله يوسفزۍ".

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د مخالفه ډلو مشرې سېنېټرې شیري رحمان په ټیویټر ليکلي،

"ملالې خپل کور ته په خېر راغلې، اوږ او خوشحاله ژوند ولرې".

په واشنګټن کې د ازاد څيړنيز مرکز (دې ولسن سنټر) د اسيا مشر مائيکل کيګلمېن په ټويټر ليکلي،

" هغه بیرته ستنه شوه. ځينو ويل داسې به کله ونشي. ځينو غوښتل چې داسې ونشي. خو داسې وشوه. دا د پاکستان دپاره د وياړ وخت دی.".

د قامي اسمبلۍ غړي سيد رضا علي عابدي په ټويټر ملاله يوسفزۍ ته " د پاکستان بهادره لُور ويلي چې بيرته خپل وطن ته راغله". نوموړي په يو بل ټويټ کې ليکلي،

" زه نه يم پوهه چې ځينې خلک ولې د ملاله يوسفزۍ پاکستان ته راتګ خوشحاله نه دي؟".

سلمی جعفر په ټويټر ليکلي، " ملاله زمونږ لُور".

د جينکو د تعليم نړیواله مبارزه ملاله یوسفزۍ د ۲۰۱۲م کال په نومبر کې په سوات کې وسلوالو طالبانو په ډزو ټپي او د علاج دپاره بيا برتانيې ته وړل شوې وه او له هغې وروستو تراوسه پورې له خپلې کورنۍ سره د برتانیې په برمنګم کې مېشته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG