د پاکستان د پوځ وياند وايي د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې د پاکستان کردار سل په سله داسې هم نه دی چې طالبان به د خبرو مېز ته راولي.
د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن (اج نيوز) سره په مرکه کې د پوځ وياند مېجرجنرال اصف غفور وويل، "دا ويل چې طالبان به پاکستان د خبرو مېز ته راولي نو داسې نه ده، په طالبانو زمونږ کوم داسې اثر نشته چې مونږ ورته اووايو او هغوي راشي".
هغه وويل، د دغو "خبرو يوه لاره ده چې په هغې کې افغانستان يو فريق دی او په دغه لاره کې ډېرې ډلې جوړې شوي دي د مختلفو ملکونو، نو د هغې د لارې دا خبرې کيږي او پاکستان د هغې غړی دی،پاکستان چې څومره کولی شي د دغه لارې خپل رول ترسره کوي خو په دې کې بنيادي کردار د افغانستان او امريکې دی چې سياسي خبرو پله يې دوي بوځي".
نوموړي وويل د طالبانو سره یې داسې کومه خبره هم نشته چې څه ورته دوي (پاکستان) وايي هغه به کوي افغان طالبان په افغانستان کې فعاليت لري د ټولو لمړی کار د افغانستان دی چې هغه ورسره خبره وکړي.
د دې پوښتنې چې د پاکستان نه تمه کيږي او داسې ویلی شي چې د پاکستان پوځ کولی شي چې طالبان د خبرو مېز ته راولي او د څه حده پورې دا مونږ ويلي چې د پاکستان په دوي اثر شته بيا ولې دغه خبرې نه کیږي؟
اصف غفور وويل "مونږ کله نه دي ویلي چې په طالبانو زمونږ اثر دی او هغوي به زمونږ په وېنا خبرو ته راشي، دا په افغانستان کې دننه په حالاتو اډاڼه لري چې هغوي څه کوي څه ډول خبرې کوي دا د پاليسۍ کچې خبرې دي او اصل فريقېن دا ګوري".
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور په افغانستان کې د طالبانو د مېز ته راوستو خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان د امريکې لخوا د افغانستان په اړوند د سخت فشار سره مخ دی.
امريکا او افغانستان په پاکستان دا تورونه هم لګوي چې په خپله خاوره يې حقاني شبکه او نورې هغه ترهګرې ډلې ساتلي چې په افغانستان کې بدامني جوړوي او دوي د پاکستان نه د دغو ډلو پرضد د غوڅو عملياتو غوښتنه هم کوي.
خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عملیات کړي دي.
په سوات کې د پوځ د بندي مرکزونو (انټرم سنټرز) په اړه ښاغلي اصف غفور وويل دا "حراستي مرکزونه د خېبرپښتونخوا د حکومت لاندې چليږي اوپه دې مرکزنو کې د بندو کسانو سره د يو بندي په رنګ سلوک کيږي، دغلته د بشري حقونو ترمخه دوي ته اسانتياوې ورکولی شي" او خپل خپلوان يې هم ورسره ليدو له ورځي.
د دې پوښتنې که په سوات کې امن دی نو بيا پوځي چيک پوسټونه ولې نشي ختمول کېدی. په ځواب کې هغه وویل ګواښونه اوس هم شته او چيک پوسټونه ډېر کم کړی شوي دي.
"په ۲۰۱۶ کې ۷۰ چيک پوسټونه وو،ځينې د سوات په پولو اوځينې په سوات کې دننه ، خو هغه کم کړی شوي او نن په سوات کې يواځې شپږ چيک پوسټونه دي او هغه هم ځکه دي چې ګواښونه لا شته دی".
د پوځ وياند وويل، "داعش په پاکستان کې په منظم ډول شتون نه لري او نه پرېښودل شوي دي او که څه وي هم هغه به لرې کولی شي او دلته قدم اېښودو ته به نشي پرېښودی".
نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې دوه ورځې وړاندې په کوټه کې داعش د څلورو عيسايانو د وژنې زمه واري منلې ده. له دې وړاندې هم داعش د ملک په بېلابیلو برخو کې د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.