لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان په کونړ کې د پا کستاني پوځ ګواښ غندلي


حقمل سادات روان

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان باید د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی ولري.
د بهرنیو چارو وزارت دافغانستان په ختیځ کونړولایت د پاکستان د جیټ الوتکو هوايي بریدونه چې تیرماښام ترسره شوي په کلکه غندلي اودا یې د نړیوالو اصولو خلاف کړنه بللې.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د کنړولایت په دانګام ولسوالۍ د پاکستان پوځ لخوا دهوايي بریدونو خلاف کلک اعتراض کړی اوهغه یې دافغانستان په ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا جدي او څرګنده هوايي تیری ګڼلی.


په تازه خپره شوې اعلامیه کې دافغانستان د بهرینو چارو وزارت ویلي،د پاکستان پوځ جیت الوتکو په یوې بلې سرغړونه کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دانګام ولسوالۍ شهیدان سرو په سیمو کې ۴ بمونه غورځولي چې له امله یې مالي زیانونه اوښتي دي.
وزارت ویلي، دافغانسان د خپلو اتباعو د ځاني اومالي مسئونیت ،ملي حاکمیت او ځمکني بشپړتیا دمعیارونو په پام کې نیولو سره له پاکستان سره دښه ګاونډیتوب اړیکې ساتل غواړي او له هغه هواد څخه یې غوښتنه کړې چې دواړوهیوادونود راتلوونکي لپاره دا معیارونه په پام کې ونیسي.


دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د ګواښ په کولو سره یې ویلي د پاکستان د پوځ لخوا دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو او روابطو اوګاونډیتوب خلاف دي اودافغانستان او پاکستان په اړیکو به بدې اغیزې ولري.

دبهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې په کنړ دپاکستان جیت الوتکو هوايي بمبار غندلی چې ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ دپاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي دافغان حکومت په رسمي بلنه کابل ته سفر وکړي.



XS
SM
MD
LG