لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې ۶ تنه مزدوران د کولې په کان کې مړه شوي دي


د بلوچستان په سکندر اباد ضلع کې تېره شپه د زهرجن ګېس د خپرېدو په پېښه کې شپږ تنه مزدوران د کولې په کان کې مړه شوي دي.

ځایي چارواکي وایي ګڼ شمېر کان کیندونکو د سوراب په (سیاه کومب) سیمه کې د کولې په یوه کان کې کار کاوه، چې ناببره په کان کې زهرجن ګېس خپور شو او له امله یې د دوی ساه بنده شوه او په نتیجه کې یې شپږ مزدوران مړه شول.

چارواکي وایي د دغو کان کیندونکو له کانه دباندې ملګري چې په دې پېښه خبر شول، نو سمدستي یې د هغوی د را ایستلو کار پیل کړ او کله چې یې مړي را و ایستل نو د سوراب ځایي روغتون ته یې یووړل.

د پاکستان د کارګرو د اتحادیې جنرل سیکرټر لالا سلطان وایي، د بلوچستان د کولې یا ډبرو سکرو په کانونو کې د مزدورانو د روغتیا او د ژغورنې پر قانون عمل نه کېږي:

"(د کار په ځای کې د خوندیتوب او روغتیا) په قانون کې دا وي چې لار به څومره جوړېږي، د ګېسو د وتلو لپاره به هوایي لار جوړېږي او ګېسونه به کتل کېږي، خو دلته بدمرغي دا ده چې مالکان پوره کان ټېکدار ته او هغه یې پي ټي ټېکدار ته وسپاري، د ضرورت سامان بېخي ورسره شته نه".

پولیس وایي په کان کې چې کوم مزدوران مړه شوي په هغوی کې پینځه د پښین سیمې او یو د همدې سوراب سیمې اوسېدونکی دی.

د کارګرو د اتحادیې د شمېر له مخې د بلوچستان د کولې په کانونو کې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې ۲۲۸ کان کیندونکي مړه شوي دي. لالا سلطان وایي دوی به د کارګرو نړیوال سازمان ته شکایت کوي، چې په کانونو کې د کارګرو د خوندیتوب ۱۷۶ قرارداد منظور کړي:

"تقریباً سل کسان هر کال په کانونو کې مري او د زخمیانو شمېر تر درې سوه زیات دی، دا شمېر د کمېدو پر ځای زیاتېږي".

د پاکستان د کارګرو اتحادیه وایي په بلوچستان کې تر یو لک دېرش زره زیات مزدوران د کولې په کانونو کې کار کوي، چې اکثر یې د پښتونخوا د سوات او یا هم د افغانستان اوسېدونکي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG