ولید دباغ د موصل ښار په کنډوالو ګرځي او د داعش د وخت د ترهګرۍ نښو او ویجاړیو ته ځان رسوي.
کله چې داسې یو څه ومومي نو دباغ د تاوتریخوالي او جګړو څخه راپاتې دغه نښې یا ځای باندې ښکلې انځورګري کوي. د موصل د هاغه زاړه ښار انځورونه کاږي چې د ویجاړونکې جګړې مخکې پکې خلکو خوشحاله او ارام ژوند درلود.
هغه امریکا غږ ته وویل زه غواړم نوي نسل ته دا وښایم چې زور ښار څه ډول ښکارېده.
(زه غواړم د هغه ورک شوي میراث خاطرې ژوندۍ وساتم.)
موصل د عراق دوهم ستر ښار وه چې په ۲۰۱۴ کال کې د داعش له ولکې مخکې پکې تر یو میلیون زیاتو خلکو ژوند کاوه.
د داعش له ظلمه ډک دور او بیا له دغه ښار څخه د داعش د شړلو له جګړو راوروسته چې پکې په زرګونو کسان ووژل شول ددغه ښار لویدیځه برخه په کنډواله بدله شوه.
د ملګروملتونو د اټکل له مخې په دغه ښار کې شاخوا ۴۰۰۰۰ کورونه بیارغونې ته اړتیا لري.
د موصل زور ښار یو وخت له ګڼې ګوڼې ډک ښار وه خو اوس پکې د داعش پرضد جګړې راوروسته هرې خواته د کانکریټو او اوسپنو ډیري پراته دي.
داعش دغلته د عبادت ټول ځایونه غیر اسلامي ګڼل او ویجاړ یې کړل خو د دباغ په انځورونو کې جوماتونه او کلیساوې له یو بله سره خوا په خوا ولاړې ښکاري.
د بیا جوړېدو هیله
دباغ وویل، د موصل اوسېدونکو هیله درلوده چې ښار پخواني حالت ته ورګرځي او بې ځایه شوي ملکیان بېرته خپلو سیمو ته وګرځي خو د عراقي حکومت لخوا د بیارغونې په چارو کې د ستونزو له امله دغه هیلې پوره نه شوه.
د دباغ لویه اندېښنه دا ده چې د زاړه ښار لرغونې اسعار ښايي له منځه ولاړ شي او نوی نسل ښايي خپله پخوانی تاریخ هېر کړي.
هغه زیاته کړه:
(نوی نسل ښايي بیخي پوه نشی چې کلاک چرچ او څلی چېرته وو. دا دواړه ویجاړ شوي)
د ۸۵۰ کالو زوړ جومات
د النوري په نامه لوی جومات هغه ځای و چېرې چې د داعش مشر ابو بکر البغدادي خپل خلافت اعلان کړی و.
داعش دا ۸۵۰ کلن جومات له خپل لرغوني څلي (منار) سره یو ځای د ۲۰۱۷ کال په جون کې له منځه یوړ.
اوس که څه هم له موصل څخه د داعش له وتلو اته میاشتې تېرېږي خو بیا هم داسې ښکاری چې ددغه جومات د جوړېدو چارې ډېرې سستې دي.
د عراق حکومت وايي، دوي د ښار بیارغونې او عادې کولو ته لومړیتوب ورکوي خو دا هم د نړیوالو له مرستو پرته ناشوني برېښي.
په فیبرورۍ کې په کوېټ کې د عراق په اړه په یو نړیوال کانفرانس کې د ۳۰ میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنې وشوې تر څو د عراق اقتصاد او اډانه پرې ورغول شي.
خو بیا هم دغه رقم د عراق د لومړي وزیر (وزیر اعظم) له تمو کم و ځکه هغه ویلي و چې له داعش را وروسته د عراق د رغونې لپاره ۹۰ ملیاردو ډالرو ته اړتیا ده.