لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ مظاهره شوې


د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ کې د جرمني په فرانفکورټ ښار کې د جمعې په ورځ مظاهره وشوه. په فرانکفورټ کې د پاکستان د قونسلیټ ومخې ته په ترسره شوي مظاهره کې په سلګونو کسانو برخه لرله. د مظاهرې ګډونوالو په لاسونو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین عکسونه نیولي و. د مظاهره کونکو سره په لاسونو کې پوسټرې او بینرې هم وې چې د پښتون وژنه ودروئ، د ترهګرو تر شا پاکستان ولاړ دی، زمونږ کورونه پاکستان راویجاړوي، زمونږ زلمیان پاکستان راوژني، لر او بر یو افغان او د ازادۍ اړونده نعرې لیک وې.

د مظاهرې مخکښ منتظم او د پښتون ټایمز ایډیټر اورنګ زیب زلمی وایي په مظاهره کې تر درې نیم سوو پورې پښتنو ګډون درولود.
مظاهرینو په ډېره منظمه او پرامنه طریقه احتجاج کړی، د پاکستان قونصلګرۍ ته یې ډېر په قوت سره خپل اواز ورسوه. په دې احتجاج کې د المان د حکومت نه غوښتنه وکړه چې پر پاکستان فشار واچوي تر څو په پاکستان راپاڅیدلو پښتنو ته د پاکستان د ننه خپل بنیادي حقونه ورکړي.

اورنګزیب زلمي زیاته کړه که د پاکستان ریاست پښتنو ته حقونه ور نه کړي نو لرې نه ده چې پاکستان د یو بل بنګله دیش تجربه تکرار کړي.

یادې مظاهرې ته سیندیان او بلوڅان هم ورغلي وو. مظاهرې ته سیندي ملتپاله رهنما میر سلیم ثنایي وویل

’’زه د پښتنو سره د یووالي لپاره راغلې یم. د پاکستان ریاست غیرفطري دی او دې ریاست سیندیان، بلوچان او پښتنو په ځمکه یې قبضه کړې ده او پښتنو له پکار دي چې د باچاخان په نقش قدم روان شي''

مظاهرې ته د المان د ښارونو هایډل برګ، برلین او نورو ښارونو سربیره د بلجیم نه هم یو شمیر خلک د ګډون لپاره ورغلي وو. په مظاهره کې د مشرانو ترڅنګ ماشومانو هم ګډون درلود.

د مظاهرې په پايې کې د اروپا میشتو پښتنو لپاره یوه عارضي کمیټي هم جوړه شوه. دغه کمیټي به د اروپا په بیلا بیلو ملکونو د پښتنو ترمنځ د رابطو جوړولو په میکانیزم کار کوي ترڅو په ټول اروپا کې میشت پښتانه په ښه توګه خپل غږونه د نړیوالو تر غوږونو ورسوي.

که څه هم په جرمني کې د پاکستان کونسلګرۍ لخوا په رسمي توګه دغې مظاهرې ته څه غبرګون نه دی وییل شوې، خو پاکستان وايي د پي ټي ام ډیرې غوښتنې یې منلې دي او د نقیب مسید او نورو پښتنو په وژنه کې ککړ پولیس افسر راو انوار ته به سزا ورکوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG