لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د نرښځيانو دپاره لمړی سکول پرانستی شوی


پاکستان کې په لمړي ځل د نرښځيانو دپاره په لاهور کې خپل سکول پرانستی شوی چې پکې به د درسي زده کړو سره مسلکي يا هنري زده کړې هم ورکولی شي.

دغه سکول د غېر دولتي ادارې لخوا د لاهور په الحمرا کلچرل کمپليکس کې د جنډر ګارډين په نوم پرانستل شوی دی.

ويل شوي په سکول کې به د ابتدايي زده کړو نه تر لسم ټولګي پورې سبقونه ويلی شي. د دې ترڅنګ په دې سکول کې به هنري تعلیم لکه د سينګار زده کړې د کمپيوټرو او موبايلو جوړولو ترڅنګ نور تربيت هم ورکولی شي.

د سکول جوړؤنکي اصف شهزاد ځايي ميډيا سره په خبرو کې ویلي چې دا سکول يوې غېر دولتي ادارې جوړ کړو او له دې وروستو دوي په اسلام اباد او کراچۍ کې هم د دغه ډول سکولونو جوړولو پلان لري.

هغه ويلي په ملک کې د معذورو خلکو دپاره ځانګړي سکولونه شته خو د نرښځيانو دپاره نشته ځکه دوي دغه ګام پورته کړو چې نرښځيان هم زده کړې وکړي او په ټولنه کې ښه ژوند تیر کړي.

هغه ويلي په خپلو پېسو يې دغه سکول پرانستی او په لمړي سر کې ورسره ۳۰ نرښځيانو داخلې کړي دي.

لاهور کې د دغه ډول سکول پرانسته د نرښځيانو دپاره يو ښه ګام بلل کيږي چې دوي ته هم په ټولنه کې د ښه ژوند تيرولو زمينه برابروي.

پاکستان کې په عمومي ډول نرښځيان د ټولنې او حکومت نه ګيله کوي چې دوي ته د برابرۍ حقونه نه ورکوي، دوي وايي په وړوکوالي د کورونو څخه وويستل شي او بيا يې ټول عمر هم دغه شان تير شي.

زياتره نرښځيان په ګډه د کرايې په کورونو کې اوسيږي او د ژوند تيرولو دپاره د رقص يا نڅا د لارې پېسې ترلاسه کوي.

پاکستان کې له دې وړاندې تير کال د اکتوبر په مياشت کې علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ نرښځيانو ته د ویړيا زده کړو د پروګرام پيل کولو ويلي ؤ چې نرښځيانو ته به د لسم ټولګي نه تر اعلی تعليم پي ايچ ډي پورې زده کړې ورکول کیږي.
اسلام اباد کې د علامه اقپال اوپن يونيورسټې وايس چانسلرډاکټر شاهد صديقي وي او ای ډيوه سره په مرکه کې دغه خبره کړې وه.

هغه ويلي ؤ د دغه پروګرام د لارې به نه يواځې نرښځيان اعلی تعليم کولی شي بلکې دوي به کولی شي چې فني يا تکنيکي زده کړې هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG