لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې خواري کښ د قانون په چوکاټ کې د منل شوؤ حقونو څخه محرومه دي، منصور


پاکستان کې کارګران، خواري کښ وايي د دوي په حال کې هيڅ بدلون نه دی راغلی دوي د ملک د قانون په چوکاټ کې د منل شوؤ جايزو حقونو څخه محرومه دي.

پاکستان کې هم د نورې نړۍ په رنګ د مئي د میاشتې لمړۍ نېټه د مزدورانو (یوم مزدور) په نوم نمانځلی کيږي اوسرکاري چهټي هم وي.

پاکستان کې د مزدروانو د يوې اتحاديې (نېشنل ټرېډ يونين فېډرېشن) مرکزي سېکتر ناصر منصور وايي، "پاکستان کې خواوشا ۶۲ملينه خواري کښ دي خو په دوي کې يو فيصد هم د خواري کښو د اتحاديو سره تړاؤ نه لري "، دوي د اتحاديو څخه لرې ساتل کيږي تر څو په ګډه د خپل حق ترلاسه کولو جوګه نشي.

وي او ای ډيوه سره د خواري کښود نړیوالې ورځې په اړه منصور وويل، پاکستان کې په دولتي کچه اعلان شوی اجرت خواري کښ ته نه ورکړی کيږي او دغه رنګ د حساب نه زيات کار ترې هم اخستل کيږي.

"نن چې په کارخانو، صنعتونو کې د مزدور لږ تر لږه تنخوا ۱۵زره روپۍ ده هغه د بې هنره مزدور دپاره ده خو دلته ۹۵ فيصده هنرمندو خواري کښو ته دغه حق نه ورکړی کیږي او د اته ؤ ساعتونو په ځای ترې د ۱۲ نه تر ۱۴ ساعتونو پورې کار اخستل کيږي".

نوموړي زياته کړه دا قانون دی "که يو مزدو د درېو میاشتو نه زيات په يو ځای کار وکړي د هغه نوکري به پخيږي خو په پاکستان کې ۹۸ فيصده خواري کښ کچه يا موقتي نوکرۍ کوي يا د ټېکدارانو په ولقه کې دي د نوکرۍ د پخلي ضمانت يې نشته .

نوموړی وايي، "د خواري کښ اوونيزه چهټي ډکه وي هغه ته د اوونيزې چهټۍ اجرت ورکړی کيږي خو په پاکستان کې ۸۰ فیصده کارخانې د اوونيزه چهټۍ اجرت هم نه ورکوي".

هغه وويل پاکستان کې د خواري کښو دپاره قوانين هم شته او پاکستان د خواري کښو دپاره په نړیوال کچ قوانين او تړونونه لاسليک کړي هم دي خو پاکستان کې په هره کارخانه، صنعت او بل هر ځای کې مزدور د خپل حق څخه محروم دی.

هغه وويل په داسې حالاتو کې چې د ملک بنيادي طاقتوره طبقې مزدور ته د هغه پوره حق نه وي ورکړی شوی نه خو ملک، د ملک صنعت او ټولنه پرمختګ کولی شي.

لکه د نور کله په شان سږ کال هم د پاکستان صدر ممنون حسېن او وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د مزدورانو په نړيواله ورځ خپل پېغامونه خپاره کړي دي.

صدر ويلي چې حکومت يې په ملک دننه او بهر هېوادونو کې د خپل ملک دپاره کار کوونکو خواري کښو د مسلو د هوارولو دپاره د خېرښېګړې څو منصوبې پېلوي.

دغه ډول وزيراعظم ويلي، مرکزي حکومت د صوبايي حکومتونو په مرسته د خواري کښو د خېرښېګړې او د دوي د کورنيو د ژوند د معيار ښه کولو د ټولو اقداماتو دپاره ژمن دی.

خو خواري کښ وايي بايد حکومت د خپل قانون په چوکاټ کې دوي ته پوره حقونه ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG