لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه سره د ليدنې وروستو هزاره شيعه مشرانو احتجاجي ناستې ختمې کړي


په کوټه کې د شيعه هزاره ټولنې مشرانو وروستو له هغې د خپلو احتجاجي ناستو ختمولو اعلان کړی چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تيره شپه ورغلی او دوي سره یې ليدلي دي.

په کوټه کې د شيعه هزاره ټولنې د هدفي وژنو پرضد فعالې، وکیلي او د شيعه هزاره ټولنې غړې جليله حېدر د پينځه ورځو راهسې د نه خوړو احتجاجي ناسته پېل کړې او د کوټې پرېس کلب مخې ته ناسته وه.

د جليله حېدر په ملاتړ د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته، د پرېس کلب څنګ ته او کوټې په نورو برخو کې څلور ځايه احتجاجې ناستې هم پېل شوې وې.

د نهې، سه شنبې په ورځ د کورنيو چارو وزیر احسن اقبال ويلي ؤ چې کوټې ته ورغلي او د هزاره ټولنې د مشرانو سره يې ليدلي خو جليله حېدر ويلي چې څو پورې پوځي مشر دوي له نه وي ورغلی احتجاجي ناسته به دوامداره ساتي.

د نهې په ورځ د پوځ مشر د کورنيو چارو وزیر او وزيراعلی بلوچستان او نورو لوړ پوړو امنيتي چارواکو ترڅنګ د هزاره ټولنې د مشرانو سره ليدلي او جليله حېدر سره د لیدنې وروستو بيا د احتجاجي ناستو ختمولو اعلان شوی دی.

د جليله حېدر د نه خوړولو له امله روغتيايي حالت خراب شوی او پرون ورله ډاکټر بوتلی شوی ؤ.

هغې ویلي ؤ چې څو پورې د پوځ مشر نه وي ورغلی او هغې ورسره د شيعه هزاره ټولنې د درې زره کونډو ليدنه نه وي کړي په احتجاج به ناسته وي.

د پوځي بيان ترمخه د پوځ مشر سره په ليدنه کې د هزاره ټولنې مشرانو د خپلو خلکو په هدفي وژنو اندېښنې څرګندې کړي دي.

او د پوځ مشر دوي ته ډاډ ورکړی کوم خلک چې هزاره ټولنه په نښه کوي هغو ته به دوه چنده زیات تاوان واړوي.

جنرال باجوه ويلي رياست او هره اداره يې زمه واره ده چې د ټولنې هر غړي ته تحفظ ورکړي هغه د شيعه هزاره ګانو په وژنه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي امنيتي ځواکونه د امنيت پرځای کولو پوره هڅه کوي.

هغه ويلي په روان کال کې تراوسه پورې په کوټه کې ۳۷ امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

د پوځ مشر زياته کړې د ترهګرو ځالې يې ختمې کړي او د هېواد د ټولو وګړو په يو والي سره به دوي دښمن ته ماتې ورکوي چې ترمنځ يې بېلتون رانه ولي.

جنرال باجوه ويلي د ځوانانو نه هيله لري چې د قام په جوړونه کې خپل تمرکز مثبت کړي، د باور او مرستې د لارې پاکستان سم لوري ته بوځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG