لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان له افغانستان سره پر تورخم پوله لګېدلي تجارتي بندیزونه ختم کړل


اسلام اباد ته د تجارتي مسایلو د حل لپاره د افغان پلاوي تر سفر وروسته پاکستاني چارواکو پر تورخم پوله د تجارتي اسانتیاوو اعلان کړی او له افغانستانه د پسونو او بودګانو پر راتګ لګېدلی بندیز یې اخیستی دی.

پاکستان تېر کال د لوی اختر په مهال له افغانستانه د پسونو او بودګانو پر راتګ لومړی مالیه زیاته کړې وه او وروسته یې بشپړ بندیز ورباندې لګولی وو، چې له کبله د مالدارۍ د تاجرانو او هوټلونو روزګار ته سخت زیان رسېدلی وو.

پاکستاني تاجران وایي له افغانستانه د څارویو پر راتګ لرې شوی بندیز به نه یواځې غوښه ارزانه کړي چې عامو خلکو ته به یې ګټه وي، بلکې له مالدارۍ سره تړلي ټول کاروبارونه به بیرته فعال او د خلکو بې روزګاري به ختمه شي.

تورخم پولې ته څېرمه د خیبراېجنسۍ ځایي تاجرانو، کلېرنګ ایجنټانو او ټرانسپورټرانو د حکومت د دې ګام تود هرکلی کړی او ویلي یې دي چې که د تورخم له لارې اعلان شوې تجارتي اسانتیاوې عملي شي، نو په سیمه کې به یې اقتصادي هلې ځلې وده وکړي.

د تورخم یوه کلېرنګ ایجنټ صابر خان وي.او.اې ډیوه ته وویل، د حکومت له دې اعلان سره ټول خلک خوشاله دي: "تورخم بیرته زوړ تورخم کېږي، چې کله دا تجارت پیل شي د خلکو حرکت شروع شي نو خلک به لا خوشاله شي، دا ښه زېری دی".

په ۲۰۱۶م کال کې پاکستان د بارډر مینېجمنټ [سرحدي انتظام] په نوم یوه نوې پالیسي اعلان کړې وه، چې له مخې یې له تورخم لارې له افغانستان سره پر تجارت ځینې بندیزونه اعلان کړې وو او په نتیجه کې یې د خیبراېجنسۍ او تورخم زرګونه کسان بې روزګاره شوي وو.

پر تورخم پوله د تجارتي بندیزونو د اخیستلو اعلان د تېر نهې- سه شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا لپاره د پاکستاني پوځ صوبایي کورکمانډر لیفټیننټ جنرل نذیر احمد بټ تورخم ته د خپل سفر په مهال کړی وو او د زیارت- پنجشنبې په ورځ د پېښور د ملېشه ځواکونو مشر مېجر جنرل وسیم اشرف په تورخم کې تاجرانو ته باور ورکړی چې تجارت به ژر بیرته فعال کړي.

د نویو اعلان شویو حکومتي اسانتیاوو له مخې به اوس د تورخم کسټم دفترونه د اوونۍ اووه واړه ورځې شپه ورځ پرانیستي وي او د کسټم کلېرنګ په کار کې به د کسټم له ملازمینو پرته د هیچا واک هم نه وي.

تر دې وړاندې ځایي تاجرانو اعتراض کاوه چې نېشنل لاجسټک سیل او امنیتي ادارې د دوی د کلېرنګ په کار کې خنډونه جوړوي، خو اوس له دغو دواړه ادارو دغه واک اخیستل شوی دی او له ځایي خلکو سره ژمنه شوې ده چې په لومړي پړاو کې به په محدوده کچه په لاس ګارډو او رېړیو کې هم د تجارتي توکو د وړلو راوړلو اجازه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG