دپاکستان د انتظام لاندې دکشمیر دسرښار مظفر اباد په نیلم وادۍ کې په خوړ د تړل شوي پل ماتیدلو له امله تر۴۰ؤ زیات سیلګري سیند لاهور کړي چې پکې د څلورو کسانو مړي راویستل شوي دي.
دیکشنبې په ورځ د نیلم ډپټي کمشنر راجه شاهد محمود رسنیو ته ویلي په نیلم وادۍ کې دکنډل شاهي په نوم دغه پل باندې ګڼ شمیر سیلګري ولاړ وؤ اؤ لاندې په خوړ کې په شړ د بهیدونکو اوبو ننداره یې کوله چې پل پرې مات شو
هغه ویلي په پل تر څلویښتو زیات سیلګري ولاړ وؤ چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي اؤ دغه ټول دخوړ هاغو تیزو اوبو ته غورځیدلي چې په دنیلم په سیند کې ورګډې شوي.
هغه ویلي د څلورو مړو ترڅنګ شپږ کسان ژوندي هم د اوبو څخه ویستل شوي اؤ د نورو د راویستلو کوټلې هڅې روانې دي.
خو د سیمه ییزو پولیسو وینا ده چې ددغه د سیند اوبه دومره په شړ بهیږي چې د نورو ژوندو کسانو د راویستلو امکانات پکې ډیر کم دي.
د مظفراباد چارواکي وایي چې اوبو لاهو کړو کسانو کې د کالج زده کوونکي جینکۍ اؤ هلکان هم شامل دي