لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرکټ د نړيوالې شورا مشرننګرهار کې د کرکټ په لوبغاړو ترهګر بريد باندې خفګان څرګند کړی


د کرکټ د نړيوالې شورا مشر ډېوډ رچرډسن د افغانستان په ختيځ ولايت کې د کرکټ په لوبغاړو ترسره شوي ترهګر باندې د خفګان څرګندونه کړې ده.

په ننګرهار کې د دغه ترهګر بريد له امله اته کسان وژل شوي وو.

د کرکټ نړيوالې شورا په ټوېټر باندې په خپل پېغام کې ‌‌‌‌‌‌ډېو‌‌‌‌‌‌ډ رچر‌‌‌‌‌‌ډسن ليکلي،

"افغانستان کې د کرکټ په لوبغالي په ترهګر بريد مونږه ډېر خفه يُو،او د وژل شوؤ لوبغاړو د کورنيو په غم کې شريک يُو".
تېره اونۍ دجلال اباد د بهسودو پل سره نزدې د کرکټ په یو میدان کې شوې پرله پسې درېوؤ بمي چاودنو له امله اته کسان وژل شوووو.

XS
SM
MD
LG