لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په اواران سیمه کې شپږ تنه د هیضې له ناروغۍ مړه شوي


د هیضې ناروغي د بلوچستان د وزیراعلی ميرعبدالقدوس بزنجو په پلرني ټاټوبي اواران کې لګېدلې، چې د تحصيل جاو په ترانچ کلي کې شپږ تنه ځنې مړه شوي او ۱۲۰ نور ځنې اغېزمن شوي دي.

د قلات ډیویژن کمشنر هاشم غلزی وایي په مړو شویو او ناروغو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

په اوران ضلع کې د روغتيایي اسانتياوو د نشتوالي له کبله له هیضې اغېزمن ناروغان له کراچۍ سره پر پوله پرتې حب سیمې ته وړل شوي او هلته په جام غلام قادر خان روغتون کې تر درملنې لاندې دي، چې د حکومتي چارواکو په وینا روغتیایي حالت یې اوس ښه دی.

کمشنر هاشم غلزی وایي په دغه سيمه کې له ډېره وخته باران نه دی شوي، خلک د ناورانو (ډنډونو) ولاړې اوبه څښي له همدې کبله خلک د اسهال یا هیضې په ناروغۍ اخته شوي دي، خو وایي اوس یې هلته د خلکو لپاره د څښلو د پاکو اوبو بندوبست کړی دی.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پوځي ډاکټرانو یوه ډله یې هم اغېزمنې سیمې ته لېږلې او هلته د ناروغانو د درملنې تر څنګ هغوی ته د هیضې له ناروغۍ د مخنیوي لپاره پاکې اوبه، له مچانو د ژغورنې جالونه او خوراکي توکي ورکوي.

ډاکټر بشير احمد کاکړ وي.او.اې ډیوه ته وويل، له ناپاکه اوبو سره- سره له جراثیمو هم هیضه خپرېږي، ځکه چې وایي پر خوراکي توکو باندې مچان کښېني هغه خوراک ککړ کړي او له خوړلو سره یې خلک د هیضې په ناروغي اخته کړي:

"نن سبا ډېر ناروغان چي موږ ته راسي وايي له هندوانې څخه هیضه سوم، هغه ځکه چې پر هندواڼه باندې سربېره ډېر جراثیم وي، نو پکار دی چې خلک روغه هندواڼه لومړی ښه کلکه ومینځي، چاکو دې هم ومینځي او لاسونه دې هم ومینځي بیا دې هندواڼه پرې کړي او و دې خوري".

ډاکټر بشير احمد کاکړ وويل امکان لري چې د دوبي په موسم کې د ګرمۍ له زياتېدو سره دغه ناروغي په نورو سيمو کې هم خپره شي، ځکه نو وایي د ماشومانو د صفایي ډېر خيال باید وساتل شي او هغوی ته پخې اوبه ورکړل شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG