د بلوچستان د کالجونو پروفیسرانو او لکچرارانو له دوو ورځو راهیسې په کوټه ښار کې احتجاج پیل کړی او له حکومته غواړي چې د دوی د غوښتنو د پوره کولو په اړه ورسره کړې ژمنې دې پوره کړي.
د کالجونو دغه استادان وایي دوی له اوږدې مودې راهیسې له حکومته غوښتنه کوله چې د خپل اعلی تعلیم او د تحقیق لپاره دې حکومت ځانګړې بودیجه ورکړي، په رخصتیو کې دې د دوی له تنخاوو سفري خرڅ نه ګرځول کېږي او د دوی د ترقۍ مخه دې نه نیول کېږي.
د پروفیسرانو او لکچرارانو اتحادیې د خپلو غوښتنو لپاره د کوټې د پریس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لګولې او کوټې په شمول د صوبې د بېلابېلو ضلعو سلګونه استادان پکې د احتجاج په توګه ناست دي. د استادانو د اتحادیې مرستیال سیکرټر نذیر احمد لیهړي د خپل احتجاج په اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:
"وزیراعلی زموږ د اعلی تعلیم لپاره د بودیجې منظوري ورکړه، دا امر یې وکړ چې په رخصتیو کې دې زموږ له تنخاوو کنوېینس الاونس [سفري پیسې] نه ګرځول کېږي او د تحقیق لپاره یې د ۵۰ لکه روپیو بودیجې اعلان وکړ، دا مسوده تیاره شوه او تر مختلفو مرحلو تېره شوه، خو په اخر کې بیرته وځنډېده او اوس چې حکومت ختم شو زموږ غوښتنې پاته شوې".
په احتجاجي ناسته کې د کالجونو لسګونو ښځینه استادانو هم ګډون کړی وو. د ږوب اوسېدونکې یوه استاده پروفیسره مېرمن اختر مندوخېل وایي، د نارینه استادانو په نسبت ښځې استادانې له زیاتو ستونځو سره مخ دي:
"په کالجونو کې د ښځو استادانو د استوګنې ستونځه هم په کوټه کې او هم په نورو سیمو کې ده، ځکه کله چې ښځې استادانې له یوه کالجه بل ته بدلې شي نو له ډېرو ستونځو سره مخ شي، خصوصاً کومې ښځې چې واده دي کورنۍ او بچي ځنې پاته شي".
که څه هم پروفیسرانو او لیکچرارانو کالجونو ته له ورتګه بایکاټ نه دی اعلان کړی، خو رپوټونه وایي د دوی د احتجاج له کبله د ټول بلوچستان په کالجونو کې د زده کوونکو تعلیم اغېزمن شوی دی، مګر د استادانو د اتحادیې د رسنیو مرکزي سیکرټر سلیم جان مندوخېل وایي، تعلیمي چارې یې نه دي درولې:
"په احتجاج کې د کوټې او د شاوخوا نیژدې سیمو استادان راسره شریک دي، دوی په خپلو کالجونو کې کلاسونه اخلي بیا موږ ته حاضري راکوي، په کالجونو کې کلاسونه بېخي متاثره نه دي".
د استادانو د اتحادیې جنرل سیکرټر نذیر احمد لیهړی وایي، په احتجاج ناست استادان روژه هم له کورونو بهر په احتجاجي کېمپ کې ماتوي او شپه هم هلته تېروي. وایي تر څو یې چې غوښتنې نه وي منل شوې او حکومت یې د منظورۍ رسمي اعلان نه وي کړی دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي.
د بلوچستان حکومت وایي په تېرو پینځو کلونو کې یې د تعلیم بودیجه تر پخوا ۲۴ فیصده زیاته کړې ده او اوسني حکومت د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۹م کلونو په بودیجه کې تعلیم ته ۶۱ اربه ځانګړې کړې دي، خو د تعلیمي چارو کارپوهان وایي په صوبه کې د تعلیم لپاره ډېر لږ عملي کارونه شوي دي.