د پاکستان د سترې محکمې د حکم په رڼا کې به د موبايل سروس کمپنۍ په موبايل کې په پېسو اچولو هيڅ ډول ټېکس نه کټ کوي او موبايل ته به پوره پېسې ورکوي.
دغه پرېکړه د پاکستان د محصولاتو مرکزي ادارې (اېف بي ار)، نګران صوبايي حکومتونو او د موبايل سروس کمپنیانو د سترې محکمې د فېصلې په رڼا کې کړې ده.
د موبايل سروس کمپينانو دغه پرېکړه نن د زيارت، پنجشنبې د ورځې نه عملي شوې ده او اوس چې څوک په موبايل کې ۱۰۰ روپۍ اچوي پوره ۱۰۰ روپۍ به ورته راځي.
د ځايي رسنيو ترمخه چارواکو ويلي په ۱۵ورځو کې به په موبايل کې د پېسو اچولو په کارډ د ټېکس د لګولو نوې تګلاره جوړه کړی شي.
له دې وړاندې به په موبايل کې په پېسو اچولو ۱۹.۵فيصده جنرل ټېکس صوبو، اېف بي ار به ۱۲.۵ او موبايل کمپينانو به ۱۰فيصده ټېکس اخستو او په موبايل کې به په ۱۰۰ روپو اچولو نزدې ۶۴ روپۍ او ۲۸ پېسې راتلې.
دوه ورځې وړاندې سترې محکمې اېف بي ار او موبايل کمپنيانو ته د ټېکس نه اخستو په امر په دوه ورځو کې د عمل کولو ويلي ؤ.
سترې محکمې د موبايل کمپنيانو په اضافي ټېکس اخستو خپل ځاني نوټس خبر (نوټس) اخستی ؤ.
عدالت ويلي چې يو سړی د ټېکس ورکولو په کهاته کې نه راځي د هغه نه ولې ټېکس اخستل کیږي، دغې عمل ته يې غېر قانونه ويلي ؤ.
سترې محکمې د موبايل کمپنيانو د ټېکس د پېسو په سر د مې په میاشت کې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.