لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو نور ولي محسود خپل نوی مشر ټاکلی


د پاکستاني طالبانو ډلې (تحريک طالبان پاکستان، ټي ټي پي) په رسمي ډول د خپل نوي مشر ټاکلو اعلان کړی دی، تېره اوونۍ د افغانستان په کونړ ولايت کې د طالبانو مخکنی مشر ملا فضل الله په يو ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

ملا فضل الله او هغه سره څلور نور مهم کمانډران د جون په ۱۳م نېټه د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په کونړ صوبه کې هغه وخت په ډرون بريد کې په نخښه شوی ؤ چې کله هغه د شپې په مهال په خپل ګاډي کې سفر کولو.

د ټي ټي پي نوی مشر

ټي ټي پي د خالي، شنبې په ورځ يو بيان جاري کړی چې پکې ويل شوی د ډلې شورا نور ولي محسود چې د ابومنصور عاصم په نوم يادی دی، د ټي ټي پي مشر او او مفتي مزاحم يې د هغه مرستيال ټاکلی دی.

ويل شوي نور ولي محسود د جنوبي وزيرستان په تیارزه تحصيل کې په کال ۱۹۷۸م کې زېږېدلی او هغه د پاکستان په فېصل اباد، ګوجرانواله او کراچۍ ښارونو کې په ديني مدرسو کې زده کړې کړي دي.

بيان کې ويل شوي هغه په افغانستان کې جنګېدلی، په وزيرستان کې يې د پاکستان د پوځي عملياتو په وخت د طالبانو د محاذ مشري کړې او د جون ۲۰۱۳م نه تر ۲۰۱۵م پورې يې په کراچۍ کې د طالبانو مشري هم کړې ده.

بيان کې زياته کړی شوې هغه په کال ۲۰۱۵م او ۲۰۱۷م کې دوه کتابونه هم ليکلي چې پکې يو د انقلاب محسود په نوم هم دی.

پاکستان او افغانستان د فضل الله د وژنې پخلی کړی

ټي ټي پي ویلي په ډرون کې وژل شوی فضل الله په پاکستان او افغانستان کې د امريکا د غلامانو دپاره د سردرد جوړ شوی ؤ.

په ۱۳م جون د امريکايي ډرون بريد وروستو د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان د فضل الله د وژنې نه خبر کړی ؤ.

د تېر زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فېصل پخلی کړی ؤ چې فضل الله وژل شوی او د هغه وژنه یې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې مهم پرمختګ بللی ؤ.

د پاکستان پوځ ويلي ؤ فضل الله د کال ۲۰۰۹م نه په افغانستان کې پټ ؤ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د فضل الله په سر د پينځه ملينه ډالرو انعام هم مقرر کړی ؤ.

د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په میاشت کې پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد چې پکې نزدې ۱۵۰ کسان وژل شوي او زياتره یې ماشومان ؤ د دغه خونړي ترهګر بريد زمه واري د فضل الله په مشرۍ ټي ټي پي منلې وه.

ملا فضل الله د کال ۲۰۱۳م د نومبر په مياشت کې د طالبانو د هغه وخت مشر حکيم الله محسود د وژل کېدو وروستو د پاکستاني طالبانو مشر ټاکل شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG