لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو اوسېدونکي: ووټ هغه چاته ورکوو چې د تعلیم او روغتیا ستونځې مو حل کړي


د پښتونخوا د مومندو ضلعې د امبار تحصیل ابادي شاوخوا دوه شپېته زره تنه ده، خو اوسېدونکي یې شکایت کوي چې نه یې په سیمه کې تر اوسه نه های سکول شته او نه روغتیا اسانتیاوې لري.

د امبار تحصیل اوسېدونکي وایي دوی به په راتلونکو عامو ټاکنو کې هغه چاته ووټ ورکوي، چې د تعلیم، روغتیا او د پاکو د نشتوالي ستونځه یې حل کړي. د مومندو د امبار یو تن له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې د خپلو تعلیمي ستونځو په اړه وایي:

"په دومره ابادۍ کې تعلیمي ادارې د نشت برابرې دي، د زنانه وو تعلیم خو بېخي نه شته، یو دوه درې سکولونه دي په هغوی کې هم زنانه استادانې نه شته. امبار تحصیل د کالج وړ علاقه وه خو له بده مرغه تر ننه های سکول پکې نه شته".

د دې سیمې اوسېدونکي وایي ماشومان یې چې تر اتم ټولګي سکول ووایي، نو دومره وس نه لري چې باجوړ یا نورو سیمو ته یې د های سکول او اعلی تعلیم لپاره ولېږي، ځکه نو له مجبورۍ تعلیم ترې پاته شي او بیا د خوارۍ مزدورۍ لپاره پنجاب ته لاړ شي.

د امبار تحصیل یو بل اوسېدونکی وایي د روغتیا اسانتیاوې هم نه لري او کله چې ناروغ پېښور یا نیژدې سیمو ته وړي نو د سړک د خرابوالي له کبله موټر هم نه ور پیدا کېږي:

"که موږ ته هسپتالونه جوړ شي یا کوم چې جوړ دي هغوی ته ډاکټران راشي، ښځینه ډاکټرې ورته راشي، ځکه د زنانه وو ناروغۍ پېښېږي، موږ به ووټ هغه چاته ورکوو چې دغه ستونځې مو را حل کړي".

د امبار اوسېدونکي وایي پخوا یې په خلکو کې د انتخاباتو په اړه شعور نه وو او ښځو ته ډېره اجازه نه وه چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو وایي اوس یې د ښځو شناختي کارډونه جوړ کړي او هغه چاته به ووټ ورکوي، چې سیمې ته یې ترقي ورکړي او د روغتیا، تعلیم، اوبو په شمول یې ټولې ستونځې حل کړي.

د مومندو په شمول اکثر پخوانۍ قبایلي سیمې ترهګرۍ ځپلې دي، چې د روغتیا او تعلیم مناسبې اسانتیاوې پکې نه شته او خلک یې د تعلیم او علاج لپاره د پښتونخوا لویو ښارونو ته ځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG