لاس رسیدونکی لینک

 
قلعه عبدالله: د ای اېن پي ځايي مشر په وسله وال بريد کې سخت ژوبل شوی
تازه خبر

قلعه عبدالله: د ای اېن پي ځايي مشر په وسله وال بريد کې سخت ژوبل شوی


پخوانی سېنېټر داؤد خان اچکزی
پخوانی سېنېټر داؤد خان اچکزی

د بلوچستان صوبې د قلعه عبدالله ضلعې په پيرعليزۍ علاقه کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ کانديد انجينئير زمرک په کور ډزې شوي چې پکې د ګوند پخوانی سېنېټر داؤد خان اچکزی سخت ژوبل شوی دی.

د داؤد خان اچکزي ورور سنګر خان وي او ای ډیوه ته ويلي داؤد خان دوه ډزې لګېدلی خو روغتيايي حالت ښه دی.

د زمرک په کور ډزې نن د ګل، دوشنبې په سهار څلور بجې شوي دي، د زمرک کورنۍ ویلي په موټر سائيکلو سواره وسله وال راغلي ډزې يې کړي او بيرته تښتېدلي دی.

انجينيئر زمرک د بلوچستان د صوبايي حلقې پي بی ۲۱ نه د عوامي نيشنل ګوند کانديد دی.

د سيمې نه د وي او ای ډیوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي د ليويز ځواک چارواکو ويلي د زمرک په کور د ډزو وروستو يې علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

ځايي کانديدان وايي سياسي خلک په علاقه کې د سختو ګواښونو سره مخ دي او انتظاميه ورته وايي چې د اجازت پرته به هيڅ قسمه انتخابي جلسې جلوسونه نه کوي.

په قلعه عبدالله کې د صوبايي کانديد په کور ډزې په داسې حال کې شوي چې د جمعې په ورځ د بلوچستان د مستونګ په سيمه کې د بلوچستان عوامي پارټۍ د کانديد سراج رئيساني په انتخابي کمپاين ځانمرګی بريد شوی او د هغه په ګډون پکې ۱۲۹ تنه وژل شوي وو.

د جمعې په ورځ په بنو کې د جمعيت علمااسلام ف ډلې په کانديد او د خېبرپښتونخوا صوبې د پخواني اعلا وزیر اکرم خان دراني په کاروان هم چاؤدنه شوې نوموړی پکې روغ وتی خو څلور کسان پکې وژل شوي وو.

له دغې وړاندې په پېښور کې د عوامي نيشنل ګوند په کانديد هارون بلور ځانمرګی بريد شوی چې پکې د نوموړي په ګډون لږ تر لږه ۲۱ تنه وژل شوي وو.

د پاکستان په دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د بدامنۍ پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په ملک کې په ۲۵م جولايۍ عام انتخابات ټاکل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG