لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پاکستان سره نوي پړاؤ پېل کولو ته تيار دی، مودي


د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په ټيليفون خبرې کړي په انتخاباتو کې يې ورته په بريا د اومبارکۍ ترڅنګ ویلي "هند د پاکستان سره په اړيکو کې نوي پړاؤ پېل کولو ته تيار دی".

دغه خبره تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) په ټویټر کړې ده.

پاکستان کې په ۲۵م جولايۍ ترسره شوؤ عامو انتخاباتو کې د پخواني کرکټر عمران خان ګوند تحریک انصاف زياتې چوکۍ ګټلي دي.

پي ټي ايي په ټویټر ليکلي د هند وزيراعظم د عمران خان سره په خبرو کې ويلي، د ماملاتو مخ په وړاندې بوتلو دپاره دواړه هېوادونو له ګډه تګلاره خپلول پکار وي.

په ځواب کې عمران خان ویلي، د خبرو د لارې شخړې هوارول پکار دي، د جګړو او وينې تويولو څخه د شخړو د هواري په ځای غميزې زېږوي.

خان ويلي، د دواړو هېوادونو د غريبو خلکو د ژوند ښه کولو دپاره به دواړه حکومتونو له په ګډه کار کول وي.

عمران خان ته له دې وړاندې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم اومبارکي ورکړې د کابل بلنه يې ورکړې او په بېلابيلو چارو ورسره غږېدلی دی.

عمران خان په انتخاباتو کې د بريا وروستو په خپله لومړۍ وېنا کې د پاکستان ګاونډي هېوادونو او امريکا سره د ښه اړيکو جوړولو ويلي ؤ.

خو څيړونکي وايي د عمران خان به په ځانګړي ډول د افغانستان او هند سره په اړيکو کې د فېصلې کولو په وخت د مشکلاتو سره مخ کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG