لاس رسیدونکی لینک

 
فراه : د ولسي وګړو په موټر چاودنه کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي
تازه خبر

فراه : د ولسي وګړو په موټر چاودنه کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي


د فراه ولایت امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي نن سهار وختي څلور بجې دولسي وګړو په یو ۳۰۳ بس موټر چې له هرات څخه کندهار او کابل ته روان و د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې پرې ماین چاودنه شوې ده.

شیرزاد ویلي، په عمومي سړک دم خالفینو لخوا د ښخ شوي ماین په چاودنه کې د ۳۰۳ بس موټرد سپرلیو د یوې میرمنې په ګډون ۷ تنه وژل شوي او د ښځو ماشومانو په ګډون ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه "د بالابلوک ولسوالۍ د فراه روډ په ساحه کې چې له هرات ولایت سره سرحد لري په عمومي شهراه کې دښمن ماینونه پټ کړي وه کله چې د مسافرو ۳۰۳ بس له دې لارې تیریږي د دښمن ماین ورباندې انفجار کړی، په دې کې د مسافرو ۷ تنه وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې اوماشومان هم شامل دي".

د فراه امنیه قومندان وايي، له چاودنې وروسته پولیس سیمې ته ورسیدل او د مسافرو جسدونه او ټپیان یې د هرات ولایت روغتونوته لیږدولي دي.

د دې پیښې په اړه تراوسه کومې وسله والې ډلې غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې په لویو لارو اوپه عمومي سړکونو کې دمخالفینو لخوا دخښ شویو ماینونوپه چاودنو کې عامو ولسي خلکو ته د تلفاتو درسیدو لومړی پیښه نه ده ،تردې وړاندې هم په ګڼو نورو ولایتونو کې دې ته ورته پېښې رامنځته شوي چې له امله یې په ټول افغانستان کې لسګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG