لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوالې ورځپاڼې: "آیا عمران خان به د خلکو هیلې پوره او له جنرلانو فاصله وساتي؟"


په پاکستان کې د عامو انتخاباتو او په انتخاباتو کې تر ټولو د زیاتو څوکیو ګټونکي تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په اړه اکثرو نړیوالو ورځپاڼو مقالې خپرې کړې دي او د هغه د فکر او شخصیت په اړه یې بېلابېل نظرونه ورکړي دي.

د امریکې معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د پاکستان د انتخاباتو په اړه خپله وروستۍ مقاله د دې هېواد مذهبي لږکیو ته ځانګړې کړې او سرلیک یې ورکړی دی: "عمران خان باید د پاکستاني احمدي مسلمانانو د ځورونو په ختمېدو کې مرسته وکړي".

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم ډېر خلک د عمران خان د ګوند د بریالیتوب ستاینه کوي، خو وایي داسې پېشبیني کېدای شي چې د هغه په حکومت کې به له مذهبي لږکیو خصوصاً له احمدي مسلمانانو سره سختي او تشدد زیات شي.

واشنګټن پوسټ لیکي، احمدیان له اوږدې مودې راهیسې په پاکستان کې د عقیدې پر سر په ووټ ورکولو کې له مذهبي کرکې سره مخامخ شوي او دا ځل هم چې دوی له ووټ ورکولو بې برخې وو نو عمران خان ورباندې پټه خوله وو.

ـــــــــــ

د امریکې بې مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز خپلې وروستۍ لیکنې ته سرلیک ورکړی: "عمران خان د یوه نوي رهبر په توګه کولای شي چې د پاکستان څېره بدله کړي".

ورځپاڼه لیکي، هغه هېواد چې پرله پسې ورڅخه د بدو پېښو لکه ځانمرګو بریدونو یا په سکولونو کې د قتلِ عام خبرونه ورکول کېدل، یوه داسې بدلېدونکي پړاو ته رسېدلی چې کېدای شي یا خپل دغه خراب حالت بدل کړي او د چین په شمول له لوېدیځې نړۍ سره خپلې اړیکې ښې کړي او یا کېدای شي د ځینو نورو پاکستاني مشرانو پر لاره لاړ شي او له وسلوالو سره خواخوږي وښیي چې پاکستان یې ډېر کلونه یواځې کړ.

خو نیویارک ټایمز تمه څرګندوي چې که څه هم پر انتخاباتو اعتراضات کېږي خو وایي د وروستیو پاکستاني رهبرانو په نسبت عمران خان غواړي جدت راولي او کېدای شي د پاکستان بیانیه بدله کړي.

ورځپاڼې د جنوبي اېشیا د چارو د څېړونکي مایکل کوګلمېن نظر را اخیستی چې وایي: "نسبتاً کمو پاکستاني رهبرانو پر لوېدیځ بری تر لاسه کړی، خو عمران خان په نړیواله توګه له فعالیت سره اشنا دی ځکه چې پېژندل شوې څېره ده او پېژندنې ته یې اړتیا نه شته".

ــــــــــــــــــــــ

دي ایکانومیسټ ورځپاڼې د پاکستان د ټاکنو په اړه خپلې وروستۍ مقالې ته سرلیک ورکړی: "په پاکستان کې د عمران خان غیروزشي کامیابي". ورځپاڼې لیکلي: "که څه هم د عمران خان تحریک انصاف په ټاکنو کې زیاتې څوکۍ ګټلي خو د ټاکنو پر شفافیت باندې پراخې نیوکې هم کیږي".

ایکانومیسټ لیکي: داسې راپورونه هم خپاره شوي چې په ډیرو ځایونو کې د ټاکنو صندقونه هم مخکې له مخکې دومره له ووټونو ډک شوي وو چې د شګو د بکسونو په څېر درانه وو.

ورځپاڼه زیاتوي، په ټاکنو کې د دغو ممکنه درغلیو له امله به سیاسي ګوندونه هغسې لاریونونه وکړي څرنګه چې عمران خان د ۲۰۱۳م کال له ټاکنو وروسته کړي وو خو وایي په دې توپیر چې دا ځل پوځ د عمران خان په طرف دی.

ـــــــــــــــــ

وال سټریټ جرنل ورځپاڼې بیا د پاکستاني انتخاباتو په اړه خپرې کړې مقالې ته سرلیک ورکړی: "عمران خان ته د ټاکنو ګټل اسانه وو".

ورځپاڼه لیکي، د عمران خان بریالیتوب به دې هېواد ته پینځم وزیراعظم ور په برخه کړي، خو وایي په شدت سره محسوسېدونکې سیاسي ارامۍ ته د اړتیا پر ځای، د انتخاباتو په ضد شکایتونه د نورې نارامۍ ښکارندویي کوي.

وال سټریټ جرنل لیکي، که څه هم عمران خان پر اسلامي اصولو ولاړ یو داسې فلاحي او د خیرښېګړې په بنیاد ولاړ او له کرپشنه پاک پاکستان جوړول غواړي، چې وایي د امریکې له غلامانه چاپلوسۍ به یې خلاس کړي، خو وایي په حقیقت کې د یوه ایټمي هېواد لپاره داسې څه نه ښکاري. مننه د زورور پوځ د هغو درنو لاسونو چې د عمران خان په ملاتړ یې لوبه تر سره کړي.

ـــــــــــــــــ

ګارډین ورځپاڼې بیا خپلې وروستۍ مقالې ته سرلیک ورکړی: "آیا عمران خان به د خپلو ووټ ورکوونکو هیلې تر سره کړي او جنرلان به په فاصله وساتي؟".

ورځپاڼه د یورپي څارونکو له خولې لیکي، چې که څه هم عمران خان په ټاکنو کې د همدغو نامریي پېریانو په مرسته کامیابي تر لاسه کړه، خو وایي د پاکستان پوځي تاریخ ته په کتو سره د عمران خان را برسېره کېدل په دې هېواد کې د تیارو پر لښکرو د ولسي جمهوريت یوه نوې معجزه ښکاري.

ګارډین لیکي دا چې په پاکستان کې به څوک او څنګه واکمني کوي دا موضوع یو نړیوال ارزښت لري، خو وایي که په دې هېواد کې د ښځو ځورونو ته وګورو، د نورو اسلامي هېوادونو په نسبت چې ښځې پکې د ووټ برابر حق نه لري، په پاکستان کې ښځو په دې برخه کې زیات پرمختګ کړی او په قبایلي سیمو کې هم ښځو- چې مخونه یې پټ وي- انتخابي مرکزونو ته لاړې او د خپلې خوښې کاندیدانو ته یې ووټونه ورکړل.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG