لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ممنون حسین: که د انتخاباتو په اړه ځینې ډلې اندېښمنې دي کمېشن دې هغوی ډاډمن کړي


د پاکستان صدر ممنون حسین د هېواد د ازادۍ د ۷۱مې کلیزې لمانځلو په وخت قام ته په وینا کې په اوسنیو لانجمنو انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو اعتراضونه او اندېښنې په ګوته کړې او ویلي یې دي، "که د انتخاباتو په اړه ځینې ډلې اندېښمنې دي نو کمېشن ته پکار ده چې هغوی ډاډمن کړي".

د پاکستان صدر په داسې وخت کې د انتخاباتو په اړه خبرې کړې دي، چې د دې هېواد ټول اپوزیشن ګوندونه د جولای د ۲۵مې انتخابات له درغلۍ ډک بولي او تور لګوي چې نه یواځې پوځ او استخباراتي ادارو په دغو ټاکنو کې لاسوهنه کړې بلکې د انتخاباتو کمېشن یې هم د ازادو او پاکو انتخاباتو په تر سره کولو کې ناکامه بللی.

صدر حسین په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې پر ټاکنو د روانې لانجې په اړه وویل، چې ټول قام په بې طرفه انتخابي عمل باندې متفق دی او ځکه تېر حکومت او اپوزیشن ګوندونو په انتخابي قانون کې اصلاحات وکړل او انتخابي کمېشن ته یې بې ساري اختیارات ورکړل.

هغه وایي "خو پر دې برسېره په ځینو ډلو کې بې اطمیناني ده او دا د الیکشن کمېشن کار دی چې هغوی مطمئن کړي".

ښاغلي حسین زیاته کړه چې رایه اچوونکي دا باور غواړي، چې د هېواد د معاملو چارې او فیصلې [د ټګۍ په وجه] اغېزمنې نه شي:

"تېر انتخابات له دې امله ډېر ډېر ستونځمن وو چې د هېواد په ځینو برخو خصوصاً په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پرله پسې پېښې وشوې".

صدر د خپلې وینا په مهال وویل، پاکستان د ولس په خوښه او هڅو جوړ شوی نو په همدې شکل به د دې هېواد د مستقبل پرېکړې هم د ووټ په وسیله کوو، څنګه چې هغوی د جولای په ۲۵مه په ټاکنو کې برخه واخیسته.

ممنون حسین وویل سره له دې چې پاکستان له خپلې ازادۍ را وروسته د پرمختګ پر لور ډېر مزل کړی دی، خو وایي په تېره نیمه پېړۍ کې چې له کومو لوړو ځوړو سره مخ شوی دی، د هغه له کبله منزل ته د رسېدو لپاره یووالي ته اړتیا ده:

"موږ باید په ایمانداري او پرانیستي ذهن پر دې خبره هم اعتراف وکړو چې موږ لا په بشپړه توګه خپل منزل ته نه یو رسېدلي او له دې اعتراف سره پکار ده پر هغو ستونځو او خنډونو هم غور وکړو چې له وجې یې موږ ته ستونځې پیدا شوې دي".

ښاغلی ممنون حسین د پاکستان دوولسم ولسمشر دی، چې له مسلم لیګ نواز ګوند سره تړاو لري. هغه په ۲۰۱۳م کال کې د خپل ګوند د حکومت تر جوړېدو وروسته د هېواد صدر وټاکل شو او د نوي له حکومت له جوړېدو سره به یې د صدارت موده پای ته و رسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG