لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: په فرهنګي پلازمینه غزني برید، د اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی


اشرف غني د ښځو دستورې ته وېنا کوي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د دغه هېواد غزنی د اسلامي نړۍ پلازمینه بللې او ويلي يې دی "په فرهنګي پلازمینه برید، د اسلامي هېوادونو په ارزښتونو برید دی، په عامه تاسیساتو او فرهنګي مرکزونو بریدستر جنایت او نه بښونکی عمل دی".

د ارګ ترمخه نوموړي د سولې لپاره د ښځود ملي اجماع برنامه کې چې اماني لېسې کې راجوړه شوې وه، نوموړي دغه دستورې په وېنا کې دغه خبرې کړي دي.

د هېواد په شمال ختيځ غزنې کې د تازه پېښو په اړوند اشرف غني وويل، "د غزني درد زما او د ټولو افغانانو درد دی، په دغه ولایت برید له اسلام او د دیني علماوو فتوا سره په تضاد کې دی".

ښاغلي غني وویل، په غزني ولایت کې امنیتي پلان تطبیق شوی دی بیړنۍ مرستې او لازم اکمالات دغه ولایت ته رسېدلي دي چې ژر به د غزني خلکو ته د مرستې رسونې پلان عملي شي.

هغه زیاته کړه "زمونږ موخه پایداره سوله او د افغانستان د ۴۰کلن بحران ختمول دي. ناپایداره او هغه سوله چې ښځې په کې ونډه ونه لري او زمونږ دیني او د اساسي قانون ارزښتونه په کې تعریف شوي نه وي، نه غواړو".

اشرف غني دې ته په اشارې چې د پایدارې سولې حدود باید روښانه وي، پر سراسري اجماع په ټینګار سره وویل، د سولې تړون به په رڼا ورځ او د ملت په پرېکړه ترسره شي، نه په توره شپه او د دروازو شاته.

ښاغلي غني وویل، "د سولې د ټینګښت لپاره سرونه قربانوو، خو تر هغو چې ملت او د ټولنې ښځې يې تائید نه کړي، مونږ د سولې د تړون د لاسلیک واک نلرو. سوله ملي پروسه ده او باید ټول په کې ونډه ولري، له خلکو او بېلابېلو اقشارو سره د پراخو مشورو پرته د سولې حدود نشو ټاکلی".

اشرف غني څرګنده کړه چې ملت پر سولې اجماع لري او سوله هر افغان پورې اړه لري او د هر افغان غوښتنه ده. دغې پروسې ته سیاسي نوم ورکول د بي اتفاقۍ لامل کېږي، ځکه په دې لار کې د هېواد له هرې څنډې قرباني ورکوو او جنګ په ټولو افغانانو تحمیل شوی دی.

هغه وویل، "بین الافغاني مذاکرات د دې په خاطر کېږي چې دا یوه افغاني پروسه ده او باید مخامخ خبرې وشي او غوښتنې طبقه بندي شي".

اشرف غني د کوم هېواد د نوم اخيستو پرته ټینګار وکړ، "پرته له یو ګاونډي هېواد څخه، په هر ځای کې مذاکراتو ته چمتو یو".

هغه څرګنده کړه، اوسنی بحث د حکومت او طالبانو ترمنځ موضوع نه ده، بلکې دا د طالبانو او ملت ترمنځ ده او زه د طالبانو له مشرانو غواړم چې د غزني ولایت پېښه وغندي.

هغه زیاته کړه، بین المللي مذاکرات، د اسلامي هېوادونو ترمنځ مذاکرات، د ملت په تصمیم د سولې د تړون تصویب او د تطبیق مرحله یې د افغانستان د سولې د مذاکراتو مهم پړاو دی چې د تطبیق په مرحله کې یې باید له شپږو میاشتو نیولې تر یو کال پورې د باور بشپړه فضا رامنځته شي.

اشرف غني وويل "د افغانستان د راتلونکي لپاره باید بنیادي کار وکړو او ستاسو اجماع ستاسو د راتلونکي انتخاب دی او د ښځو نقش یې د سولې په بهیر کې مهم وباله. هغه زیاته کړه، افغانو ښځو نن ثابته کړه چې په څنډه کې نه دي، بلکې د ټولو قضایاوو په متن کې شاملې شوي دي".

هغه څرګنده کړه، لا هم د ښځو د مشارکت او پرمختګ په لار کې خنډونه شته چې باید له مخې لیرې شي.

ولسمشر غني د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د ښځو له حضور څخه په مننې وویل: افغانه ښځه نور نه غواړي شاته لاړه شي او همداسې به پر مخ درومي. هغه د دوی له کورنیو څخه مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG