لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګي برید ۴۸ تنه وژلي او ۶۷ یې ټپیان کړي دي


د افغانستان په پایتخت کابل کې ځانمرګی شوی، چې د چارواکو په وینا برید کوونکي د یوه شخصي ښوونیز مرکز په داخل کې په ځان پورې تړلو چاویدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

دافغانستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحید الله مجروح وي.او.اې ډيوه ته ویلي، په دې پیښه کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۶۷ نور پکې ټپیان شوي دي.

دافغانستان پلازمینې کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي امریکا غږ ډيوې ته ویلي، برید د شورو- چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته شاوخوا ۴ بجې شوی او ځانمرګي بریدګر د ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د دشتي برچي په سیمه کې یوه خصوصي ښوونیز مرکز په نښه کړی دی.نوموړي وویل:

"کومه خونړۍ پیښه چې نن په کابل ښار کې وشوه، متاسفانه د ښار بیلابیلو روغتونو ته د مړو جسدونه او ټپیان ور وړل شوي دي، د ټپیانو عاجله درملنه شروع شوې او ښايي چې د وژل شویو کسانو په شمیر کې زیاتوالي راشي".

د برید ذمه واري لا تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د کابل په همدې دشت برچي سیمه کې روان کال او تېر کال هم د شیعه مسلمانانو پر جوماتونو ځانمرګي بریدونه شوي دي، چې ذمه واري یې اکثر داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د کابل ښارپه لوېدیځ کې دا ځانمرګی برید په ښوونیزمرکز کې په داسې حال کې شوی چې د افغانستان په ګن شمیر ولایتونو کې دافغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ دجګړو او دواړوخواوو ته درنو تلفاتو د رسیدو رپوټونه ترلاسه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG