لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې دوه استازانې خوېندې په ډزو وژل شوي


باجوړ روغتون

په باجوړه ضلع کې يو تن خپله ښځه او د ښځې خور(خينه) په ډزو وژلي دي، وژل شوې دواړه خوېندې په سکول کې استازانې وې.

د باجوړ د ځایي انتظاميې په وېنا نن د شورو، چهارشنبې په سهار دغه پېښه د ماموند تحصيل په عمري علاقه کې رامنځته شوې ده.

په سمدستي ډول ځايي خلکو ويلي د پېښې علت کورنۍ جګړه ښودل شوې او ډزې کوونکی تن نيول شوی او انتظامیې ته سپارل شوی دی.

وژل شوې خوېندې استازانې شازيه او نصرت نوميږي.

ځايي خلکو ويلي د دغه ډزې کوونکي تن سره يو بل ملګری هم ؤ خو هغه د موقعې نه په تېښته کې بريالی شوی دی.

پاکستان کې وخت په وخت کې د ښځو د وژنو پېښې رامنځته کيږي چې زياتره یې د غېرت په نوم وژنې وي.

خو د بشري حقونو سازمانونه وايي پاکستان کې په ښځو د تشدد او وژنو پېښې زياتې رامنځته کيږي خو دا پېښې ډېرې د رپوټ کېدو نه پاتې شي.

د نړيوالو کارپوهانو د يوې سروی ترمخه پاکستان په نړۍ کې د ښځو دپاره شپږم نمبر خطرناک هېواد دی.

دوه میاشتې وړاندې خپرې کړې سروی رپوټ ترمخه پاکستان کې د اقتصادي لاس رسي او توپير ترڅنګ په دغه هېواد کې ښځې د کلتوري، مذهبي او روايتي کړنو او غېرت په نوم وژنو د پېښو سره مخ دي.

پاکستان په غېر جنسي تشدد او کورنيو ناوړه کړنيو کې په پينځم نمبر هېواد شمار کړی شوی ؤ.

د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د کال ۲۰۱۷م په اړوند خپل کاليز خپور کړي رپورټ کې ويلي ؤ تېر کال په پاکستان کې په ښځو د نور هر کله نه سېوا د تشدد پېښې زياتې رپوټ شوي دي، ۵۶۶۰ پېښې يواځې د کال په لمړو ۱۰ میاشتو کې ثبت شوې وې.

د رپورټ ترمخه تېر کال ۲۷۴ ښځې د غېرت په نوم وژل شوي، ۲۰۶ سره په ګډه جنسي تيری شوی، ۲۸۴۰ سره جنسي تیری شوی او په ټول ملک کې ۶۸۱ ښځې وژل شوې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG