لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد ته له تګ وړاندې مائیک پومپیو پاکستان ته سختې اورونې وکړې


دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اسلام اباد ته له خپل سفر وړاندې په پاکستان غږ کړی چې افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې امریکا سره کمک وکړي .

ښاغلي پومپیو ویلي که چرې افغانستان کې امریکا ته دپاکستان مرسته ترلاسه نه شوه نو بیا به هم هاغه کیږي چې جنرال نکلسن اؤ جنرال ملر ویلي دي.

ټاکل شوې ده د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ نن(چهارشنبه) داسلام اباد په یو ورځني سفر پاکستان ته رسیږي اؤ دغلته به د لوړ پوړو پاکستاني دولتي اؤ پوځي چارواکو سره لیدنې کوي.

پاکستان ته ددې لوړ پوړو امریکایي چارواکو له سفر وړاندې روانه اوونۍ امریکا دترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونو نه اخستل کیدلو له امله په پاکستان د۳۰کروړو ډالرو پوځي مرستې ودرولي دي.

اسلام اباد ته له روانیدو وړاندې مطبوعاتو ته دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو” ویلي پاکستان ته مو وړاندې ویلي وؤ چې پیسې به نه ورکړل کیږي اؤ‌ ددغو پیسو نه ورکولو علت هم ورته ښودل شوی ؤ”

هغه وویل دسویلي ایشیاء دپاره د صدر ټرمپ لخوا داعلان کړل شوې تګلارې په تطبیق کې اؤ دترهګرو ډلو په ضد دپاکستان لخوا هغه ګامونه نه دي اخستل شوي چې اخستل پکار وؤ.

مائیک پومپیو وویل “مونږ وسائل هاغه مهال ورکول کله چې د وسائیلو ورکولو منطق موجود ؤ اؤ که چرې بیا هم هغه شان صورتحال رامینځته شو نو باوري یم چې صدر ټرمپ ته به جواز ورکړو”

پاکستان ته له راتګ وړاندې د امریکا دبهرنیو چارو د وزیر دغه سختې څرګندونې په ډاګه کوي د نور کله په پرتله به دا ځل امریکایي چارواکي دپاکستان حکومت سره افغانستان کې دامن دټینګښت په هکله سپینې،سپینې خبرې وکړي.

دمائیګ پومپیو اؤ جنرال ډنفوډ اسلام اباد ته له سفر وړاندې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه نه یوازې څو کرته د وزیراعظم عمران خان سره مشورتي ناستې کړي دي بلکې د پوځي کمانډرانو غونډه یې هم تیره ورځ‌ رابللې وه.

څيړونکي وایي په پاکستان کې د افغانستان، هند، امریکا اؤ ایران په اړوند دخارجه پالیسو جوړؤلو واک د حکومت پځایې پوځ په لاس کې نیولی خو پوځ وایي چې هغه دحکومت ماتحت اداره ده اؤ څه چې ورته حکومت وایي هم هغه مني

Recommended

XS
SM
MD
LG