واشنګټن ـــ د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې د دوه ورځني احتجاجي پرلت له ختمېدو سره په دې ناارامه قبایلي ضلع کې یو ځل بیا د یوې ښځې په ګډون درې تنه په هدفي برید کې وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي د نهې- سه شنبې په شپه ناوخته د میرعلي په (شېراتله) سیمه کې ناڅرګند وسلوال کسان یوه کور ته ور ننوتي او هلته پر ناستو کسانو یې ناببره ډزې کړې، چې یوه ښځه، د هغې زوی او زوم یې ځای پر ځای وژلي دي.
د ډیوه رېډیو خبریال د شمالي وزیرستان د ځایي چارواکو له خولې وایي، چې بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي او دا یې یو هدفي برید بللی دی خو د پېښې د علت په اړه یې څه نه دي ویلي.
ځایي انتظامیه وایي په بریدګرو پسې یې پلټنه پیل کړې ده خو تر اوسه یې د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
په شمالي وزیرستان کې د روان کال له پیله راهیسې د هدفي بریدونو تر شلو زیاتې پېښې شوې دي، چې شاوخوا ۳۵ کسان یا پخپلو کورونو کې دننه او یا هم له کورونو بهر نامعلومو کسانو په ډزو وژلي دي خو دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه هم په هدفي برید کې وژل شوې ده.
په سیمه کې د وروستیو هدفي بریدونو په ضد د سیمې خلکو او د پښتون ژغورنې غورځنګ په وار- وار په ورځو ورځو احتجاجي ناستې کړې دي او د ځایي حکومتي انتظامیې تر څنګ د سیمې پوځي چارواکو هم باور ورکړی چې نور به داسې پېښې نه کېږي خو د هدفي وژنو لړۍ لا روانه ده.
دوې ورځې وړاندې هم د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې سلګونو ځایي خلکو پرله پسې دوې ورځې احتجاجي پرلت وکړ. احتجاج کوونکو شکایت کاوه چې په سیمه کې تر یوې چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو پر عامو خلکو تشدد وکړ او ګرځبندیز یې اعلان کړ.
دغه احتجاجي ناسته د شورو- چارشنبې په ورځ ناوخته پای ته ورسېده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو، چې له احتجاج کوونکو سره دغه غوښتنې منل شوې وې:
۱. دوې ورځې وړاندې چې پوځ پر کورونو د چاپې په مهال څومره ګېڼه (سره زر) وړي وو هغه به بیرته ور سپاري
۲. تر کومې ناوړه پېښې وروسته به پر عامو خلکو تشدد نه کېږي.
۳. دوې ورځې وړاندې چې د سپین وام له کلي پوځ عام کسان نیولي وو هغه به بیرته خوشي کوي.