لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا: "په پاکستان کې له اوږدې مودې کېدونکې بشري سرغړونې نورې باید بندې شي"


واشنګټن ـــ په امریکه کې د پاکستان د مذهبي او قومي اقلیتونو په اړه یو سېمینار شوی چې برخوالو یې ریاست ملامت کړی او ویلي یې دي چې په وروستیو کلونو کې هندو، عیسایي، هزاره او نور اقلیتونه او همدارنګه د دې هېواد د کوچنیو صوبو خلک په پرله پسې توګه د بشري حقونو له بحران سره مخامخ دي.

د امریکې د ریپبلکن ګوند په استازیتوب د کانګرس غړي توماس الیکسنډر ګېرټ په دې غونډې کې تر ګډون وروسته له امریکا ږغ سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي:

"زه فکر کوم موږ له اوږدې مودې راهیسې- حتی له هغه وخته چې پاکستان د روس په ضد د اتحاد برخه وو- په دې هېواد کې د بشري حقونو پر سرغړونو سترګې پټې کړې دي او زه غواړم چې نور باید دا ودرېږي او سودا ورباندې ونه شي".

دغه سېمینار په واشنګټن ډي سي کې د کانګرس په ودانۍ کې د جنوبي اېشیا د اقلیتونو د اتحادیې فاونډېشن (SAMAF) او د کراچۍ ږغ (VOK) له خوا را بلل شوی وو، چې د پاکستان د مذهبي او قومي اقلیتونو د استازو په ګډون د امریکې سیاستوالو او د کانګرس غړو هم پکې ګډون کړی وو.

د جنوبي اېشیا د مذهبي اقلیتونو دغه اتحادیه وایي، د سېمینار مقصد یې په جنوبي اېشیا خصوصاً په پاکستان کې له مذهبي لږکیو سره کېدونکو ناانصافیو، بشرضد اعمالو او امتیازي چلند ته د نړیوالو پام را اړول وو.

د دغو دوو اتحادیو مشر ندیم نصرت وایي، دا لومړی ځل دی چې په امریکه کې د پاکستان د مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په اړه دومره لوی سېمینار وشو چې وایي شاوخوا پینځلسو امریکایي کانګرسیانو پکې ګډون وکړ:

"موږ غواړو چې په پاکستان کې د ټولو مذهبونو او د بېلابېلو ژبو خلکو ته د برابرۍ په سترګه وکتل شي او دوی ته خپل حقونه ورکړل شي".

د امریکې د کانګرس غړي توماس الیکسنډر ګېرټ سېمینار ته وینا کوي.
د امریکې د کانګرس غړي توماس الیکسنډر ګېرټ سېمینار ته وینا کوي.

د امریکې د کانګرس نورو غړو او د پاکستان د مذهبي اقلیتونو استازو هم پخپلو ویناوو کې وویل، چې په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه د پخوا غوندې مذهبي ازادۍ نه لري او وخت په وخت ورباندې ترهګر بریدونه کېږي، چې وایي د پاکستان امنیتي ادارې او ریاست یې په مخنیوي کې ناکامه دی.

په سېمینار کې د پاکستان د پښتنو او بلوڅانو استازو هم ګډون کړی وو او دوی پخپلو ویناوو کې وویل، چې په بلوچستان، پخوانیو قبایلي سیمو او پښتونخوا صوبه کې په زرګونو خلک په جبري توګه بې درکه دي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن او د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (ایچ آر ډبلیو) هم په وار وار په دې هېواد کې د مذهبي او قومي اقلیتونو د بشري حقونو پر سرغړونو اندېښنې څرګندې کړې دي او د دې د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده. د بشري حقونو کمیشن وایي په پاکستان کې مذهبي او قومي اقلیتونو ته هغه حقوق نه ورکول کېږي، کوم چې د دې هېواد په آیین کې ورته ټاکل شوي دي.

د بشري حقونو د سرغړونو تورونو ته پاکستاني چارواکو وخت په وخت په خپل ځواب کې ویلي، چې په هېواد کې ټولو لږکیو ته د برابرو حقونو ورکولو هڅه کوي او دا تورونه ردوي چې ګواکې ریاستي ادارې دوی ته په تحفظ ورکولو کې له غفلته کار اخلي.

XS
SM
MD
LG