لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د داعش درې مشکوک ترهګر نیول شوي


د کراچۍ پوليسو ويلي د تاوان دپاره تښتوؤنکو پرضد عملیاتو کې يې د داعش ډلې سره تړاؤ لرونکي درې مشکوک ترهګر نيولي دي.

د کراچۍ پوليس د (سي ايي ای) څانګې مشر ډي ايي جي امين يوسفزي يوې خبري غونډې ته په وېنا کې ويلي د کراچۍ او بلوچستان صوبې په پوله پرتو علاقو کې يې عمليات کړي او د داعش سره تړاؤ لرونکي درې ترهګر روح الله، مختيار او نعيم يې نيولي دي.

د پوليس افسر په وېنا دغو کسانو د کراچۍ د ګلستان جوهر سيمې نه يو تن تښتولی او يو کروړ روپۍ تاوان يې ترې اخیستی ؤ.

هغه ويلي دوی د نيول شوؤ کسانو اخيستې دغه روپۍ ترلاسه کړي او دوی په کراچۍ کې د تاوان دپاره تښتوؤنو او شيعه ګانو په وژنو کې هم ککړ دي.

د امين يوسفزي په وېنا دې کسانو به دا پېسې په افغانستان کې داعش ډلې ته لېږلې، او د دغه ډلې سره دوی په تړاؤ کې ؤ، او دغه پېسې به بيا د پاکستان پرضد کارېدې.

نوموړي ادعا وکړه چې د نيول شوؤ کسانو څلور ملګري نور هم دي او د هغوي د لټون دپاره عمليات دوام لري.

پولیس افسر ويلي، له دې وړاندې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د داعش ځينې ځايي مشرانو په عملياتو کې وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکي بيا بيا دا دريځ تکراروي چې په پاکستان کې داعش په منظم ډول شتون نه لري.

خو له دې وړاندې وخت په وخت د کراچۍ پوليس او رېنجرز ځواکونو د داعش د ترهګرو د وژنو او نيولو ادعاوې کړي او سي ټي ډي پوليس ويلي په کراچۍ کې د ښځو يو نېټ ورک د داعش دپاره کار کولو.

داعش ډلې په پاکستان کې د ګڼ شمېر بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG