لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: نښته کې درې پوځي سرتيري او څلور ترهګر وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پوځي عملياتو په مهال نښته کې درې پاکستاني پوځيان او څلور ترهګر وژل شوي دي.

پوځ ويلي د شمالي وزيرستان په خټي کلي کې د استخباراتو په اساس عمليات روان او په دغه مهال د پوځ د ترهګرو سره نښته شوې ده.

د پوځي بيان ترمخه په نښته کې وژل شوي ترهګر د ۱۲ ستمبر او د کال ۲۰۱۷م د دسمبر په مياشت کې په يو بريد کې ککړ ؤ په کوم بريد کې چې لفټننټ معيد وژل شوی ؤ.

پوځ ويلي په وژل شوؤ وسله وال کې افتاب پړکی چې د ترهګرو مشر ؤ هغه هم وژل شوی دی، او ترهګر په وسله سمبال ؤ او سرتېرو سره يې سخته نښته شوې ده.

په نښته کې د پوځ نايب صوبېدار نزير احمد چانډيو، سپاهي فخر او سپاهي امير وژل شوي دي.

د ناتاييده راپورونو ترمخه د زيارت د ورځې په نښته کې اووه نور پوځيان ژوبل شوي هم دي.

او د عملياتو وروستو بيا په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

د پاکستان پوځ په کال ۲۰۱۴م کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو تندلارو پر ضد د ضرب عضب په نوم عمليات کړي او وايي سيمه يې د هر ډول تندلارو نه پاکه کړې ده.

خو په سيمه کې وخت په وخت بريدونه او د چاؤدنو پېښې رامنځته کيږي او د سيمې خلک پرې اندېښنې څرګندوي چې د پوځي عملياتو او ادعاؤ باجود د ناامنۍ پېښې بيا څنګه کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG