د جاپان حکومت په پاکستان کې د افغان کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو ادارې (د پاکستان د پروګرام) دپاره د ۲۷ لاکه امریکايي ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.
د ځايي ميډيا ترمخه دوه ورځې وړاندې په پاکستان کې د جاپان سفير تکوشي کورائي د خېبرپښتونخوا نوښار ضلعې د ازاخېلو مرکز ته ورغلی ؤ د چرته نه چې افغان کډوال بيرته خپل هېواد ته ستنيږي.
د جاپان سفير به نزدې پينځه ورځې وروسته په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو استازي سره د پېسو ورکولو تړون لاسليک کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د شمېرو ترمخه دا وخت په پاکستان کې نزدې ۱۴ لاکه افغان کډوال مېشت دي. دا هغه شمېره ده چې د ملګرو ملتونو سره رجسټرډ ده.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري ويلي ؤ په پاکستان کې دا وخت اته لاکه او ۸۹زره افغان کډوال د افغانستان د شهريت کارډونه لري او پينځه لاکه افغان کډوال داسې دي چې په پاکستان کې ورسره د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناده نشته.
د چوهدري په وېنا حکومت پرېکړه کړې چې په ملک کې افغان کډوال د کال ۲۰۱۹م د جون د مياشتې پورې په قانوني توګه پاتې کېدی شي.
په تېرو څو کلونو کې د پاکستان نه افغانستان ته د کډوالو بيرته ستنېدو عمل تند شوی او دا خلک په زياته شمېره کې بيرته تللي دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په وروستيو کې ويلي هغه افغان او بنګاليان چې په پاکستان کې يې ماشومان زېږېدلي دوی غواړي چې دغو خلکو ته د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ ورکړي.
د عمران خان په دغه بيان بلوڅ او سندهي سخت غبرګون ښودلی ؤ.
د پاکستان موجوده حکومت وايي د افغان کډوالو د راتلونکې دپاره جامع تګلاره جوړوي .