لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ایران او روسیه په افغانستان کې خپل اغېز پراخوي


یو جګ پوړی امریکايي پوځي چارواکی وايي، روسیه هڅه کوي په افغانستان کې د خپلې اغیزې لپاره سیالي وکړي، چېرې چې د پخلاینې نړیوالې هڅې روانې دي او ایران پکې د افغان شخړې په دواړو اړخونو کې لوبېږي.

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزیف ووټل امریکا غږ ته وویل، روسیه د افغانستان د لسیزو راهیسې د اوږدې شخړې په حل کې د رول ادا کولو کوښښ کوي.

"زه فکر کوم چې روسیه کوښښ کوي یوه داسې تګلاره مخې ته یوسې چې له مونږ سره پرې سیالي وکړي او هغه په دې توګه چې په هرې برخه کې چې کولای شي خپل اغیز پراخ کړي که هغه په افغانستان، سوریه او یا کوم بل ځای کې وي. "

هغه وړاندې وویل، روسیه په دوامداره توګه ناسم معلومات کاروي تر څو کېسه په خپله ګټه برابره کړي د بېلګې په توګه دوی په افغانستان، عراق او سوریه کې داسې اوازې خپروي چې ګواکې امریکا د داعش ملاتړ کوي او ورته پروپاګند کوي.

ووټل وویل، د امریکا لخوا د داعش د ملاتړ کولو خبره چې په هر ډول وي یوه ټوکه او مسخره ده.

د روسیې سیالي کونکی رول:

په واشنګټن کې د ملي دفاع له پوهنتون څخه مرستیال پروفیسر ماټ ډېرینګ وايي، په افغانستان کې د ماسکو ښکېلتیا هېڅ د حیرانتیا خبره نه ده.

"دوی هر ډول وسیله لري چې په افغانستان کې پرې سیالي وکړي. زه خو داسې وایم چې کېدای شي دوی په بیلابېلو ډګرونو کې ښکېل وي یعنې هم د طالبانو او هم د حکومت د مخالفو ډلو ملاتړ کوي. "

ده وړاندې وویل، دا به بد قسمتي وي، کله چې په افغانستان کې سیاسي څېرې د روسانو ملاتړ مني ځکه له دې سره به په سیاست کې لا جلاوالی رامنځ ته شي او د افغان حکومت قانونیت به ورسره لا کمزوری شي.

له ناول پوسټ ګراجوېټ سکول څخه تاماس جانسن چې د طالبان نریټیو (د طالبانو د کیسو) په نامه د یو کتاب لیکونکی هم دی وايي، په داسې حال کې چې روسیه کوښښ کوي په افغانستان کې خپل اغېز ولري د هغوی رول تکلیف ورکونکی دی.

"زه فکر کوم چې په طالبانو باندې د روسانو د اغیز خبره بیخي یوه خیالي خبره ده او زیاتوي چې افغانان د طالبانو په ګډون د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو کې د روسیې له یرغل څخه ژوندۍ خاطرې لري او د افغانانو روسان نه خوښېږي. "

جانسن چې په افغانستان کې یې هم وخت تېر کړی وايي، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین بلاخره غواړي په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د امریکا ناکامي وویني.

په افغانستان کې د ایران رول:

روسیه یواځینی هېواد نه دی چې په افغانستان کې خپل اغیز غواړي.

د امریکا د مرکزي قوماندې مشر جنرال ووټل وايي، ایران هم په افغانستان کې له هر لوري سره سر خوروي. ایران کوښښ کوي هم له افغان حکومت سره اړیکي ولري او هم له طالبانو سره.

خو ووټل وايي، چې له روسیې سره په توپیر ایران د خپل ثبات په اړه ډېره اندېښنه لري.

ووټل وايي:

"ایراني مشران له مونږ سره کومه مینه نه لري خو ایران د خپلې ختیځې پولې او لویدیځو برخو په اړه اندېښنه لري چې کیدای شي دوی ترې هم وګواښل شي. "

د نړیوالو مطالعاتو له مرکز څخه انټوني کورډسمن وايي، د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکې زیاتې د یوې بدې ورځې لپاره پلان شوي دي.

"دوی له طالبانو سره اړیکې جوړوي په دې هیله که له افغان حکومت څخه ونشي نو چې دوی ته بیا خطر جوړ نه کړي. "

کورډسمن وړاندې وویل، بله انګېرنه داده چې ایران له طالبانو څخه ځکه ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د داعش د زیاتېدونکي رول په وړاندې یو توازن وساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG