لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقیب مسيد د وژنې په قضيه کې عدالت  پوليسو ته وروستۍ موقع ورکړې


د کراچۍ د ترهګرۍ د قضيو اورېدونکي عدالت د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې پوليس ته وروستۍ موقع ورکړې چې په قضيه کې د پټو (مفرورانو) پوليسو په اړوند عدالت ته رپوټ وړاندې کړي.

د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د پېښې پلټونکي پوليس افسر اېس اېس پي رضوان احمد وړاندې کړی رپوټ رد کړی او د ۳۱م اکتوبر پورې نېټه يې ورکړې چې پوره رپوټ وړاندې کړي.

د ځايي ميډيا ترمخه د نقیب مسيد په قضيه کې نزدې ۱۵ پوليس پټ دي.

په ۱۳م جنورۍ د کراچۍ په ملير ضلع کې د پولیس په مقابله کې د نقيب مسيد سره درې نور کسان وژل شوي او د هغه وخت د ملير د پولیس مشر راؤ انوار ادعا کړې وه چې ترهګر يې وژلي دي.

خو وروسته په ټولنيزو رسنیو يادې مقابلې ته جعلي ويل شوي او سترې محکمې يې خبرتیا، نوټس اخیستی ؤ، او بيا راؤ انوار سره د پوليس ډلې پټ شوی ؤ.

د نقيب د پلار په مدعيت د راؤ انوار او پولیس ډلې پرضد د وژنې مقدمه درج شوې وه.

د يادې پېښې د پلټنو دپاره د پوليس د لوړ پوړو افسرانو يوې درې کسيزه کمېټۍ هم دې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

راؤ انوار د مارچ په مياشت کې عدالت ته حاضر شوی او له دغې وړاندې څو نور پوليس چې په ياده مقابله کې شريک وو هم نيول شوی وو.

راؤ انوار په ياده قضيه کې په ضمانت خوشی دی او د نقيب پلار هايکورټ ته خواست کړی چې د راؤ انوار د خوشي کېدو ضمانت ختم کړي او قضيه د ياد عدالت نه کوم بل عدالت ته منتقل کړي.

XS
SM
MD
LG