واشنګټن: په ترکیه کې د هغه امریکايي پادري (راهب) محکمه نن د جمعې په ورځ بیا له سره پیل شوې د کوم له امله چې د عنقرې او واشنګټن ترمنځ ډپلوماټیکې لانجې رامنځ ته شوي دي.
داسې اوازې دي چې ترکیه ښايي پادري انډریو برونسن ته اجازه ورکړي چې بېرته امریکا ته ستون شي او دغې ډپلوماټیکې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ترهګرۍ د تورونو له امله د برونسن محاکمه کېدل غندلي دي.
ګڼو رسنیو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره په دې اړه له ترکیې سره یوې موافقې ته رسېدلې چې له مخې به یې د ترکیې په وړاندې ځینې بندیزونه نرم شي او عنقره به د برونسن پرضد له ځینو تورونو تېره شي.
واشنګټن د برونسن د خوشې کېدو په اړه په احتیاط سره خوشبیني څرګندوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل:
"زه ډېر هیله مند یم چې له ډېر وخت تېرېدو مخکې به پادري برونسن او د هغه مېرمن امریکا ته ستانه شي. "
د راپورونو له مخې پمپیو د برونسن د خوشې کېدو په اړه له عنقرې سره د پردې تر شا په ډېرو خبرو کې ښکېل وو.
خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدړ نیوارټ رسنیو ته وویل چې دوی له داسې کوم تړون څخه نه دي خبر.
"زه هیله لرم چې له اوږد ځنډ پرته به برونسن او د هغه مېرمنه امریکا ته راوګرځي. دا به د امریکا او د ترکیې په اړیکو کې یو مهم ګام وي. مونږ به دغې مسلې ته سبا په غور سره ګورو. "
هغې زیاته کړه، د امریکا د سفارت چارواکي به د برونسن په ملاتړ د جمعې د ورځې د محکمې په اورېدنه کې ګډون ولري.
د اردوغان دریځ:
د برونسن د خوشې کېدو په درشل کې داسې ښکاري چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کوښښ کوي په دې اړه له کومې پرېکړې څخه ځان ګوښه وساتي.
اردوغان د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل:
"زه د ترکیې ولسمشر یم خو زه هم باید د محکمې پرېکړه ومنم که هغه هر ډول پرېکړه وي. بلکه ټولې ښکېلې غاړې باید د محکمې پرېکړې ته غاړه کېږدي. "
اوردغان د برونسن د محاکمه کېدو د بهیر په سر کې ځای درلود چې له امله یې له واشنګټن سره د ترکیې اړیکې خرابې شوې.
دغه امریکايي پادري د ترهګرۍ او جاسوسۍ د تورونو له امله له ۳۵ کاله د بند له سزا سره مخ دی.
سارنوالان په برونس باندې تور لګوي چې د امریکا میشتي ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن د پلویانو ملاتړ یې کاوه.
په فتح الله ګولن باندې په ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا تور دی.
په انډریو برونس باندې دا تور هم دی چې د کردستان له بیلتون غوښتونکې ډلې یا پي کې کې سره یې هم مرسته کوله.
واشنګټن دا تورونه بې بنسته بولي او په عنقرې باندې تور پورې کوي چې یو سیاسي کس یې برمته کړی دی.
ټرمپ په اګسټ کې د برونسن د محاکمې له امله ترکیې ته د سوداګریزو لوړو ټکسونو سپېړه ورکړه چې له امله یې د ترکې پولي واحد لېره وغورځېده.
اردوغان په غبرګون کې په واشنګټن باندې تور پورې کړ چې د ترکیې پرضد یې اقتصادي جګړه پیل کړې ده.
په سوریه کې د امریکا او ترکې همکاري
د امریکا او ترکیې ترمنځ د اړیکو له خرابوالي سره سره، د ناټو دغو دووغړو هېوادونو په سوریه کې له یو بل سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی.
عنقرې په دې وروستیو کې ویلي چې دغه همکارۍ لا زیاتې شوې دي.
د جمعې په ورځ د برونسن د خوشې کېدو د خبر او په ترکیه د امریکا د نورو بندیزونو د لېرې کېدو له خبرونو سره د ترکي لېرې ارزښت بېرته په ښه کېدو شوی.