لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په يوه او کراچۍ په دوه حلقو ضمني انتخابات روان دي


پېښور کې د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ حلقه پي کی – ۷۱ ، په کراچۍ کې د صوبايي اسمبلۍ په حلقه پي اېس – ۱۱۱ او قامي اسمبلۍ په حلقه اېن ای – ۲۴۷ باندې نن د اتوار په ورځ ضمني انتخابات روان دي.

د پېښور د صوبايي اسمبلۍ حلقه په عامو انتخاباتو کې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) شاه فرمان ګټلې وه. په کراچۍ کې صوبايي حلقه د پي ټي ايي عمران اسماعيل او د قامي اسمبلۍ حلقه هم د ياد ګوند عارف علوي ګټلې وه.

شاه فرمان د خېبرپښتونخوا ګورنر او عمران اسماعيل د سندهـ صوبې ګورنر جوړ شوی او عارف علوي د ملک صدر جوړ شوی او دغه حلقې ترې خوشې پاتې شوې وې.

پېښور کې په پي کی – ۷۱ باندې د پي ټي ايي کانديد د شاه فرمان ورور او ورسره نور څلور کانديدان په مېدان کې دي.

ويل کيږي د هغه مقابله د عوامي نيشنل ګوند او مخالفه ډلو د شريک کانديد صلاح الدين مومند سره ده. په ياده حلقه درې نور ازاد کانديدان هم ولاړ دي.

په ياده حلقه ټول يو لاک ۳۳ زره او ۴۶۱ رجسټرډ ووټونه چې پکې ۷۹ زره ۸۴۶ د سړو او ۵۳زره ۶۱۵ د ښځو دي.

شاه فرمان دغه حلقه په ۱۷۳۰۹ ووټونو ګټلې وه.

په اېن ای – ۲۴۷ کراچۍ باندې د پي ټي ايي، پيپلزپارټۍ او اېم کیو اېم پاکستان سره ټول ۱۲ کانديدان په مېدان کې دي.

په پي اېس ـ ۱۱۱ باندې ۱۵ کانديدان ولاړ دي چې پکې ويل کيږي د پي ټي ايي، پيپلزپارټۍ او اېم کيو اېم پاکستان ترمنځه سخته مقابله امکان لري.

په ۱۴م اکتوبر هم ضمني انتخابات ترسره شوي او حکومتي واکمنه ګوند پي ټي ايي چې په عامو انتخاباتو کې کومې چوکۍ ګټلې وې، په هغو کې يې ځينې په يادو ضمني انتخاباتو کې بايللې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG