لاس رسیدونکی لینک

 
د افغانستان کرکټ لوبډله هند ته د نړیوال کپ د روزنې دپاره تللې ده
تازه خبر

د افغانستان کرکټ لوبډله هند ته د نړیوال کپ د روزنې دپاره تللې ده


د افغانستان ملي او ایمرجنګ لوبډلې د تمريناتي کېمپونو دپاره د هند چناې ښار ته تللي، چې د نړيوال او اسيا کپ دپاره تيارۍ ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي د ملي او ایمرجنګ لوبغاړو ته د روانېدو وړاندې ويلي، هیله ده چې لوبغاړي د تمریناتي کېمپ څخه ډېر څه زده کړي او له نورو لوبډلو سره د لوبو پر مهال افغانستان تر بریا ورسوئ.

هغه ويلي کرکټ بورډ خپلو ټولو لوبغاړو ته اسانتياوې برابروي چې د اسيا کپ په ايمرجنګ سياليو او راتلونکي نړيوال کپ کې غوره لوبه وکړي.

ويل شوي د کېمپ په ترڅ کې به روزونکي د لوبغاړو د فیټنس او تخنیکونو د پیاوړي کولو هڅه وکړي.

د افغان کرکټ بورډ ترمخه د افغانستان ایمرجنګ لوبډلې سره د هېواد ۲۴ کسیزه ملي لوبډله هم د یو میاشتني تمریناتي کېمپ لپاره هند ته تللې چې موخه یې د ۲۰۱۹ نړیوال کپ سیالیو ته د تمریناتو د لړۍ پیلول دي.

بورډ ويلي په هند کې به د افغانستان د ملي لوبډلې تمریناتي کمپونه پړاو په پړاو د ۲۰۱۹ م کال تر فبرورۍ میاشتې پورې روان پاتې شي.​

د اسیا ایمرجنګ جام سیالۍ د روان کال د دسمبر پر ۵ مه نېټه په سری لنکا او پاکستان کې پېلېدونکې دي چې د افغانستان، هند، پاکستان، سری لنکا، هانګ کانګ، بنګله دېش، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې پکې برخه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG