لاس رسیدونکی لینک

 
د ۹/۱۱ نه وروسته د امريکې د خوشحالولو پاکستانۍ پاليسۍ کار نه دی کړی
تازه خبر

د ۹/۱۱ نه وروسته د امريکې د خوشحالولو پاکستانۍ پاليسۍ کار نه دی کړی


US Pakistan flags
US Pakistan flags

د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د پاکستان په اړوند تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې ويلي، د امريکې د خوشحالو د پاکستان پاليسۍ هیڅ کار نه دی کړی.

شيري مزاري په ټويټر ويلي" د ټرمپ په پاکستان تازه نيوکې چې هيڅ يې نه دي کړي د هغو ليډرانو دپاره سبق دی چې په ځانګړي د ۹/۱۱ نه وروسته يې د امريکا د خوشحالو د پاليسۍ ملاتړ کوو".

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي دي پاکستان د امریکا لپاره هيڅ نه دي کړي.

ټرمپ یو امریکايي ټيلي وژن فاکس نیوز ته په مرکه کې وویل چې پاکستان ته د پیسو نه ورکولو په خپله فیصله ولاړ دی.

مزاري ويلي په دغو (پاکستاني) پاليسيانو کې د امریکې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې پاکستانيانو ژوند د لاسه ورکړی، رېمنډ ډېوس او نورو ته پکې ځای هم ورکړی شوی دی.

هغې ويلي، په ډرون بريدونو کې په غېر قانونه توګه وژنې او د قربانيو نه ختمېدونکی فهرست، خو يو ځل بيا تاريخ تکراروي چې د خوشحالولو پاليسۍ هيڅ کار نه دی کړی.

مزاري زياته کړې که چين او که ايران دی، د امريکې د يواځې کولو پاليسيانې د پاکستان د سټراټيجيکي ګټو سره سمون نه خوري.

صدر ټرمپ د روان کال ٢٠١٨ په وړومبۍ ورځ په یو ټویټ کې ویلي وو د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی

"پاکستان مونږ ته د دروغو او درغلۍ نه علاوه هیڅ نه دي راکړي، زمونږ مشران یې بې وقوفان ګڼل".

فاکس ته د یو تپوس په ځواب کې صدر ټرمپ وویل د القاعده مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې ساتل شوی وو:

"خو د پاکستان د پوځي چاؤڼۍ سره جوخت اوسېدلو، او په پاکستان کې ترې هر څوک خبر وو چې دغلته پاتې کیدلو".

هغه وویل امریکا پاکستان ته يې ١.٣ بیلنه ډالره د یو کال ورکول او هغه هم په داسې وخت کې چې اسامه په پاکستان کې اوسیدلو:

"او دغه وخت مونږ د پاکستان مرسته کوله" هغه وویل دغه پېسې وس په پاکستان بندې شوي دي.

صدر ټرمپ وویل چې په راتلونکې کې افغانستان او عراق ته د سفر اراده لري، او هلته به له امريکايي ځواکونو سره لیده کاته کوي خو نوموړي ددغه سفر نیټه نه ده ښودلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG