لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: په امریکا کې ښي اړخې توندلاري مخ پر زیاتېدو دي


واشنګټن: په یو نوی راپور کې راغلي دي، چې په امریکا کې د تېرې یوې لسیزې په اوږدو کې د ښي اړخو توندلارو لخوا د ترسره شویو بریدونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

په دغه راپور کې چې تېره اونۍ د سټراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په نامه د امریکا د یوې څېړنیزې ادارې لخوا چاپ شوی، ویل شوي دي چې دغه بریدونه له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې دوه برابره زیات شوي دي.

په دغه راپور کې د بېلګې په توګه د وروستیو پایپي بمونو له بریدونو څخه یادونه کړې په کومو کې چې ډیموکراټ سیاستوال او هغه ناقدین په نښه شوي وو چاچې په ولسمشر ډانلډ ټرمپ باندې نیوکې کولې.

همدارنګه په راپور کې د امریکا په پیتزبړګ کې د اکټوبر د میاشتې له هغو ډلیزو وژنو څخه هم یادونه شوې په کومو کې چې ۱۱ کسان وژل شوي وو.

د راپور لیکوال سیت جونز امریکا غږ ته وویل:

"په امریکا کې د لېرې ښي اړخو توندلارو لخوا د بریدونو د زیاتوالي ګڼ لاملونه دي. "

هغه زیاته کړه:

"یو دلیل یې د لېرې ښي اړخو ډلو لکه نیو نازیز، ساورن سېټېزن او نورو لخوا د ټولنیزو رسنیو کارول دي. دوهمه خبره بیا ددغو ډلو او کسانو ترمنځ په نړیواله کچه اړیکې دي په ځانګړې توګه په جرمني، یوکراین، ایټالیا او حتی انګلستان کې. "

ده وړاندې وویل، ساورن سېټېزن هغو ډلو ته وايي، چې په امریکا کې په حکومتي، نژادي، مذهبي او سیاسي اهدافو باندې بریدونه کوي.

دی ددغو بریدونو د زیاتوالي دریم دلیل په امریکا کې ځینې سیاسي پرمختګونه یادوي.

جونز وايي، په رښتیا چې دغه زیاتوالی د امریکا د اوسني ولسمشر او حتی د هغه له کمپاین څخه مخکې پیل شوی خو له شک پرته چې د تېرو دوو کلونو په موده کې زیات شوی او داسې ښکاري چې دغه کسان په قسمي ډول لا ځواکمن شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG