لاس رسیدونکی لینک

 
سوات: د زړې مارټر ګولې چاؤدنې درې ماشومان وژلي دي
تازه خبر

سوات: د زړې مارټر ګولې چاؤدنې درې ماشومان وژلي دي


د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ په سیمه سوات کې يوه زړه مارټرګوله په ماشومانو چاؤدلې چې له امله يې درې ماشومان مړه او دوه نور ژوبل شوي دی.

د مارټرګولې د چاؤدنې پېښه نن د شورو، چهارشنبې په سهار د سوات د مټې تحصيل په غره ييزه علاقه نيلاګرام کې رامنځته شوې ده.

د سيمې نه د ډیوه خبريال فياض ظفر وايي د مټې د پوليسو افسر (ډي اېس پي) زربادشاه ورته پخلی کړی چې په پټو کې پرته پخوانۍ مارټر ګوله ماشومانو ته په لاس ورغلې دوي ورسره لوبې کولې او هغه پرې چاؤدلې ده.

پولیس افسر په پېښه کې د مرګ ژوبلو پخلی کړی دی.

په سوات او قبايلي سیمو کې دا لومړی ځل نه دی چې د زړې مارټر ګولې چاؤدنه شوې بلکې په دغو سيمو کې وخت په وخت په ځمکه کې د ښخ ماينونو چاؤدنې هم کيږي.

تېره مياشت هم د سوات په خوازه خېله سیمه کې په پټو کې يو ماشوم ته لاس بم په پټو کې په لاس ورغلی او چاؤدلي او ماشوم يې وژلی ؤ.

پوره يوه میاشت وړاندې د شمالي وزيرستان په ايدک سيمه کې یو ښخ ماين چاؤدلی او درې ماشومان يې ژوبل کړي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي يواځې په جنوبي وزيرستان کې تراوسه پورې د ۱۰۰ ماين چاؤدنې شوي چې پکې نزدې ۲۰ کسان وژل شوي او د ۸۰ نه زيات ژوبل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غوښتنو سره يوه مهمه غوښتنه دا هم کوي چې په وزيرستان او نورو قبايلو سيمو ترڅنګ په کومو علاقو کې چې پوځي عمليات شوي هلته دې په ځمکه کې پټ ښخ ماينونه پاک کړی شي.

د پاکستان يو پوځي افسر څو مياشتې وړاندې ويلي ؤ چې دا ښخ ماينونه نه يواځې اوسني بلکې په دې کې څلو لسيزې وړاندې د روس د وخت هم ترلاسه شوي دي.

هغه ويلي په دغو کې بيا زياتره وسله والو طالبانو هم ښخ کړي او نه يواځې عام خلک بلکې پوځي سرتيري پکې هم په نخښه شوي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په وزيرستان کې د ښخ پټو ماينونو پاکولو په موخه کار روان دی خو بيا هم وخت په وخت په سيمه کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG