لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سره سوله ييزه اړيکې جوړېدی شي خو چې سيکولر رياست شي، د هند پوځي مشر


د هند د پوځ مشر جنرل بپن راوت ويلي هند د پاکستان سره تر هغه وخته يو ځای نه شي تلی څو پورې چې پاکستان اسلامي رياست وي، د يو ځای تلو دپاره به پاکستان ته سیکولر رياست جوړېدل وي.

جنرل راوت ويلي،

"که چرته پاکستان د هند سره پاتې کېدل غواړي نو سيکولر رياست پله به پرمخ تګ کوي. مونږ سيکولر رياست يُو. او که غواړي چې زمونږ په څېر سيکولر رياست جوړ شي،نو بيا ورسره د اړيکو موقع شته".

د هندوستان ټايمز ترمخه نوموړي دغه خبرې د ملي دفاعي اکېډمۍ د ۱۳۵م کورس پوره کېدو په مهال د ژورنالسټانو سره په خبرو کې کړي دي.

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان هند سره د اړيکو دپاره د يو قدم په ځواب کې د دوه قدمونو اخيستو بيان ته په غبرګون کې د هند پوځي مشر ویلي، د دوي په وېنا کې تضاد دی، دوي حقيقي ګام نه اخلي، هند واضحه تګلاره لري، ترهګري او خبرې يو ځای نه شي کېدی.

د پاکستان او هند اړيکې چې د دوې دواړو هېوادونو د جدایۍ څخه ترينګلې پاتې شوي وخت په وخت پکې يو بل سره د سولې او اړيکو خبرې هم مينځ ته راغلي خو کله نه دي کاميابې شوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په حکومت کې د راتلو وروسته د هند په ګډون د ګاونډي هېوادونو سره د اړيکو ښه کولو ویلي ؤ.

عمران خان وايي که هند د اړيکو جوړولو په لړ کې يو قدم اخلي نو پاکستان به يې په ځواب کې دوه قدمه مخکې لاړ شي.

هند په پاکستان د ترهګرۍ تورونه لګوي خو پاکستان د دغو تورونو رد کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG