لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ ملک ریاض ته ويلي، پينځه سوه اربه روپۍ ورکړه، پاک به شې


د پاکستان سپريم کورټ د جعلي اکاؤنټونو د مقدمې اورېدنې په مهال شتمن ملک ریاض ته ويلي، چې په هر بد کار کې د هغه نوم ولې راووځي، په ځواب کې رياض ويلي هغه داسې هيڅ نه دي کړي.

چيف جسټس ميا ثاقب نثار، ملک رياض ته ويلي اول مو درته د زر اربه روپو ورکولو ويلي ؤ خو اوس ۵۰۰ اربه روپۍ ورکړه عدالت به دې پاک کړي.

د اورېدنې په مهال جسټس اعجازالاحسن ويلي د کراچۍ د باغ ابن قاسم ځمکه قبضه کړی شوې ده خو ملک رياض ويلي چې دغه ځای يې په قانوني لاره ترلاسه کړی دی.

ملک ریاض ويلي کوم غلط کار يې نه دی کړی، خو چيف جسټس ويلي چې دا ملک دې چلولی حکومتونه دې جوړ کړي او غورځولي دي.

رياض ويلي هغه کله هم ملک نه دی چلولی.

عدالت ويلي، که د کراچۍ باغ ابن قاسم دی، د ملير ځمکه ده او که راولپنډۍ، بحريه انکليو، د هنډۍ کار، چې چرته هم لاس اچوې هلته د ملک رياض نوم راووځي.

د ملک رياض وکیل هم عدالت ته سپيناوی کړی خو چيف جسټس ويلي قضيه نه پرېږدو، مونږ د يو زر اربه روپو ورکولو ويلي ؤ خو اوس پينځه سوه اربه روپۍ ورکړه هغه (چيف جسټس) به په خپله په بنچ کې کښېني او قضيه به واوري.

ملک رياض ته عدالت ويلي د حکومت د بدنامولو هڅه يې کړې ده د بحريه کراچۍ رڼاګانې يې بندې کړې دي، د بحريه په زرګونو کارمندان يې د عدالت د بدنامولو دپاره راويستي دي، او اوس به نېب، ملک رياض ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG