لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د چمالنګ د سکرو په کان کې څلور افغان خواريکښ مړه شوي


د بلوچستان صوبې په دوکي ضلع کې د سکرو په کان يا درنګ کې د زهرجن ګېس له امله څلور افغان خواري کښ مړه شوي دي.

د صوبې د ماينونو د چارو مشر (چيف انسپکټر) افتخار احمد وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې دا پېښه تېره شپه د چمالنګ په کانونو کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل د څلورو واړو مړه شوؤ خواري کښو تعلق د افغانستان سره دی او زياته يې کړه د پېښې په اړوند نور تفصيل راجمع کوي.

د بلوچستان د چمالنګ علاقې د سکرو کانونه د نړۍ د سکرو په غټو زېرمو کې شمارلی شي.

د بلوچستان صوبې د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

په چمالنګ کې نزدې يوه اوونۍ وړاندې هم درې خواري کښ مړه شوي او له دغې وړاندې وروستۍ پېښه د نومبر په مياشت کې هم د سکرو په دغو کانونو کې رامنځته شوې وه.

د نومبر د مياشتې په پېښه کې هم درې خواري کښ مړه شوي وو.

خواري کښ وايي په زرګونو فټه ژورو د سکرو په کانونو کې ننوځي کار کوي خو د دوي د حفاظت دپاره هيڅ انتظام نه وي.

يادو کانونو ته زياتره خواري کښ د خېبرپښتونخو د شانګلې، سوات او دير سيمو ترڅنګ د افغانستان څخه مزدورو له راځي.

په پاکستان کې د ماینونو د خواري کښو د اتحاديې د شمېرو ترمخه د سکرو په کانونو کې د کال په سر د ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ پورې خواريکښ ژوند د لاسه ورکوي.

د شمېرو ترمخه په بلوچستان صوبه کې تېر کال تر ۵۰ زيات خواري کښ په ماينونو کې مړه شوي وو.

د حکومتي سرچينو د شمېرو ترمخه د بلوچستان د سکرو په ۲۵۰۰ کانونو کې نزدې ۲۰ زره خواري کښ کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG