د پاکستان بلوچستان په پشين او پنجګور ضلعو کې دوه چاؤدنې شوي د يو تحصيلدار او درې اېف سي سرتېرو په ګډون پکې لږ تر لږه ۱۴ تنه ژوبل شوي دي.
د ځايي چارواکو په وېنا د پشين ضلعې په جان اډه کې د تحصيلدار د ګاډي سره نزدې چاؤدنه شوې ده.
چارواکي وايي په چاؤدنه کې تحصيلدار عبدالمالک ترين او د هغه د ساتونکي په ګډون ټول ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
راپوورنه وايي ژوبل کسان کوټې ته روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
دوېمه چاؤدنه په پنجګور ضلع کې شوې او د موټر سايکل د لارې د اېف سي ځواک په ګاډي چاؤدنه شوې ده.
چارواکو ويلي په چاؤدنه کې د اېف سي درې سرتيري ژوبل شوي دي.
په سمدستي ډول د دواړو چاؤدنو زمه واري چا نه ده منلې.
بلوچستان کې دا چاؤدنې په داسې حال کې شوي چې پرون په پېښور کې هم د موټر د لارې يوه چاؤدنه شوې او شپږ تنه پکې ژوبل شوي