لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا خلايي پوځ جوړوي، صدر ټرمپ يې قانون لاسليک کړو


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې په ورځ د خلايي ځواک جوړولو قانون لاسلیک کړی کوم چې به د پوځ تر ټولو نوې څانګه وي.

د وي او ای د راپور ترمخه د خلايي پاليسۍ د لارښوونې ترمخه پوځ به په خلا کې د امريکې پرضد د تيريو مخه نيسي او د ملي ګټو ساتنه به کوي.

ويل شوي ممکنه مخالفين هڅه کوي چې خپل خلايي توان سېوا کړي او لارې لټوي چې د شخړې يا بحران په وخت د امریکا د خلا د کارولو مخه ونيسي.

تېره اوونۍ د دفاع استخباراتي ادارې په يو رپوټ کې ويلي ؤ چې روس او چين په خلا کې د امریکا د چېلنج کولو دپاره ګامونه اخیستي چې سټلايټ په وسله سمبال کړي او د څارنې نظام پراخه کړی.

او امریکايي انتظاميې د کال ۲۰۱۹ د ميزايل د دفاع په جاج اخيستنه کې هم خطر څرګند کړی او غوښتنه يې کړې وه چې په خلا کې د ميزايل د اطلاع ورکولو نظام جوړ شي چې د شمالي کوريا په څېر ملکونو د ګواښ مخه ونيسي.

يو لوړ پوړي چارواکي ويلي خلايي ځواک د خلايي کمانډ څخه بېلابيلي امنيتي چارې پرمخ وړي او د کانګرس په لارښوونه به دا پينټاګون په سپرلي کې جوړ کړي.

چارواکي ویلي خلایي ځواک به منظم په وسله سمبال او د خلا امنيت ساتونکي به تربيه کوي.

ويل شوي چې پېنټاګون به په ۱۸۰ ورځو کې د خلايي ځواک دپاره بوديجه وړاندې کوي او په ۹۰ ورځو کې به په خلايي کمانډ کې د بدلون دپاره وړاندېزونه کوي.

وي او ای ته په ترلاسه شوي وړانديز کې چې د خلایي ځواک په اړوند دی پکې ويل شوي چې د دې ځواک د پينځه کاله مودې پورې به د يو کال خرڅ ۷۳ ملينه ډالره وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG