پاکستان د حافظ سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه ډله او د دې ډلې د سیوري لاندې کار کوونکې فلاح انسانیت فاؤنډېشن لاقانونه ګرځولي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو د وزارت څانګې (پي ايي ډي) ترمخه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت د کمېټۍ په غونډه کې دا پرېکړه شوې ده.
ويل شوي په غونډه کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلارې لاندې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد د عملياتو ګړندي کولو ویل شوي دي.
د حافظ سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن باندې ملګرو ملتونو او امریکا بندېزونه لګولي دي.
هند د جماعت الدعوه په مشر د کال ۲۰۰۸ د ممبۍ بريدونو تور لګوي.
پاکستان د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن پرضد تازه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې جېش محمد ډلې په هندي کشمیر کې په هندي ځواکونو د بريد زمه واري منلې ده.
بل لور ته د ترهګرۍ د مالي مرستو او په غېرقانونه توګه د پېسو د لېږلو رالېږلو د څار نړيوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف) سره د پاکستان په تازه ناسته کې هند په دغه هېواد کې د لاقانونه ډلو خبره وړاندې کړې ده.
د پلوامه د برید وروسته په پاکستان د لاقانونه ډلو په اړوند سخت فشار دی.
د اېف ای ټي اېف سره د پاکستان وروستۍ ناسته د زيارت، پنجشنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده.
اېف ای ټي اېف تېر کال پاکستان په خړ فهرست کې شامل کړی او د ترهګرۍ د مالي مرستو او د غېر قانونه پېسو (مني لانډرنګ) د مخنيوي دپاره يې ورته د ګامونو اخيستو ويلي ؤ.
په جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن باندې تېر کال د فرورۍ په میاشت کې د يو صدارتي ارډيننس د لارې بندېز لګول شوی خو د صدارټي ارډيننس ختمېدو وروسته دا ډلې د بندېزونو سره مخ فهرست څخه وتلې وې.
په فرورۍ ۲۰۱۸م کې امريکې اېف ای ټي اېف ته وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې واچول شي.
د پنجاب صوبې حکومت بيا له دغې وروسته د حافظ سعيد په مشرۍ د ادارو دفترې په خپله ولقه کې اخستل پېل کړي وو.
د جماعت الدعوه پرضد د حکومتي تازه پرېکړې وروسته د ډلې وياند يحيی مجاهد ويلي پاکستان د بهرني فشار له امله جماعت الدعوه او فلاح انسانيت لاقانونه ګرځولې خو دوي به د دې پرېکړې پرضد عدالت ته ځي.